اوکرایین جګړه؛ جي-۷ هېوادونه وايي تر هغې چې اړتیا وي د کیېف ملاتړ ته به دوام ورکوي

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, ایلسا مایشمن
- دنده, بي بي سي
- د خپرېدو وخت
د دوشنبې پر ورځ پر اوکرایین د روسي پوځ له تازه بریدونو سره هممهاله د پرمختللو اقتصاد لرونکو هېوادونو جي سېون مشرانو په یوه غونډه کې وویل، ''تر څو چې اړتیا وي، د اوکرایین ملاتړ به کوي. ''
د جي سېون غونډې ګډونوالو ویلي، دوی به اوکرایین ته د پوځي او بشري مرستو لړۍ روانه وساتي. د دې تر څنګ ناټو هم ویلي، تر څو چې اړینه وي، د اوکرایین تر څنګ به ودرېږي.
بل پلو د کیېف مرکزي برخې په ګډون د اوکرایین په لر او بر کې د روسي پوځ په توغندیزو بریدونو کې ۱۹ کسان وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپیان شوي دي.
دغه بریدونه په داسې حال کې د سې شنبې پر ورځ هم روان وو، چې له دې مخکې ملکي خلکو ته ویل شوي وو، چې له هوايي بریدونو د پټېدو له ځایونو بهر ته و نه وځي.
د روسیې ولسمشر ولادیمر پوتین بیا وايي، دا بریدونه پر هغه مهم پله د برید په غبرګون کې شوي، چې روسیه او اشغال شوې کریمیا سره نښلوي.
ښاغلی پوتین اوکرایین د هغه برید مسوول بولي.
لوېدیځوالو هېوادونو د روسيې له لوري د تاوتریخوالي ډېرېدل په کلکه وغندل او پر سې شنبه د جي سېون په غونډه کې له اوکرایین سره د ملاتړ ژمنه تکرار شوه.
د جي سېون په یوه اعلامیه کې په دې هکله ویل شوي: ''موږ به له اوکرایین سره، مالي، بشري، پوځي، ديپلوماتیک او قانوني ملاتړ ته دوام ورکړو او تر هغو به د اوکرایین تر څنګ ولاړ یو، چې اړتیا وي. ''
جي سېون غونډې ګډونوالو د ښاغلي پوتین وروستۍ هڅه هم غندلې چې د تش په نامه ټولپوښتنې له لارې یې په روسيې پورې د اوکرایین څلورو سیمو ضمیمه کولو لپاره کړې ده.
د اوکرایین ولسمشر ولودیمر زېلینسکي بیا د جي سېون غونډې له ګډونوالو د هوايي دفاع لړ کې د نورو مرستو غوښتنه وکړه. نوموړي د اوکرایین او بېلاروس تر منځ د پولې سیمه کې د نړیوال ماموریت د ملاتړ غوښتنه هم وکړه.
د یادونې ده، چې د بېلاروس مشر الیکزاندر لوکاشینکو چې د ولادیمر پوتین نژدې اتحادي دی، له اوکرایین سره د خپل هېواد پر پوله پوځونه ځای پر ځای کړي او لامل یې د ده په خبره د کیېف له لوري خپل هېواد ته متوجه ګواښ بولي.




















