شمالي کوریا: د توغندیو ازمایښت مو د اټومي برید یو "تمرین" و

د عکس سرچینه، KCNA/Reuters
شمالي کوریا وايي، د توغندیو وروستی ازمایښت یې پر سویل د اټومي برید یو نمایش دی.
یاد هېواد داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې استخباراتي مالومات ښيي چې دغه هېواد په پنځو کلونو کې د خپلې لومړنۍ اټومي وسلې د ازمایښت لپاره چمتووالی نیسي.
وروستيو اوونیو کې پیونګ یانګ د امریکا او سویلي کوریا د وروستیو تمرینونو په ځواب کې اووه سیټه توغندي توغولي دي.
د دوشنبې پر ورځ دولتي رسنیو پراخ رپوټونه خپاره کړي و چې ادعا یې کړې وه ، دغه توغندي یې د اټومي وسلو د لېږد لپاره پلان شوي و.
دا کوچنۍ لنډ واټن ویشتونکي وسلې دي چې د جګړې په ډګر کې د کارولو لپاره دي.
شمالي کوریا همدا راز ادعا کړې چې د سویلي کوریا پر پوځي اډو، بندرونو او هوايي ډګرونو یې بریالي ازمایښتونه کړي او زیاته کړې یې ده چې دا توغندي د امریکا او سویلي کوریا لپاره یو خبرداری دی.
د (کې اېن سي ای) دولتي خبري اژانس د کیم جونګ اون عکسونه خپاره کړي چې د ازمایښت څارنه کوي او لارښوونه ورکوي.
د سویلي کوریا ولسمشر یون سوک یول ویلي، شمالي کوریا د اټومي وسلو په کارولو هېڅ ګټه نه شي کولی.

د عکس سرچینه، KCNA/Reuters
نوموړي ویلي:" شمالي کوریا خپل اټومي پرمختګ ته وده ورکوي، په دې کار نه یوازې د کوریا جمهوریت بلکه نړۍ ګواښي خو زه باور لرم چې له اټومي وسلو هېڅ څه نه شي ترلاسه کولی."
د امریکا او سویلي کوریا استخباراتي چارواکي وړاندیز کوي چې شمالي کوریا ښايي د ۲۰۱۷ کال راهیسې په لومړي ځل د اټومي وسلې ازمایښت ترسره کړي.
تېره مياشت کیم جونګ اون شمالي کوریا "د اټومی وسلو څښتن هېواد" اعلان کړ، د دې برخې قوانین یې تعدیل کړل او د دې اجازه یې ورکړه چې مخکې له مخکې خپلې اټومي وسلې وکاروي.
نوموړي سږ کال د ازمایل شویو توغندیو په توغولو کې هم زیاتوالی راوستی چې سږ کال یې تر ۴۰ زیات توغندي توغولي دي او دا شمېر تر نورو کلونو ډېر دی.
تېرو شاوخوا دوو اوونیو کې دېر توغول شوي توغندي لنډ واټن ویشتونکي توغندي دي چې د شمالي کوریا او جاپان تر منځ سمندر کې لویدلي دي.
شمالي کوریا تېره سه شنبه هم د جاپان د پاسه د منځني واټن یو مشکوک بالیستیک توغندی وتوغاوه.
دا له ۲۰۱۷ کال راهیسې لومړی ځل و چې پیونګ یانګ د جاپان د پاسه توغندی وتوغاوه.
ملګرو ملتونو پر شمالي کوریا د بالېستیک توغندیو او اټومي وسلو د نه ازمویلو بندیز لګوی دی. د جاپان لومړي وزیر 'فومیو کیشیدا' دا ګام "تاوتریخجن چلن" بللی و او په کلکه یې غندلی و. د دغه هېواد حکومت پر دې سربېره د ملي امنیت شورا غونډه هم رابللې وه.




















