ایران کې د دولت ضد احتجاجونو دوام؛ د امنیتي ځواکونو دوه نور غړي وژل شوي

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

د ایران بېلابېلو ښارونو، پوهنتونو او ښوونځیو کې د یکشنبې تر ناوخته هم لاریونونو، احتجاجونو او اعتصابونو دوام کړی.

په دې لړ کې ځای ځای اخ و ډب هم شوی چې یو شمېر کسانو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ایران دولتي رسنیو په وینا په تازه وژل شویو کې د امنیتي ځواکونو دوه غړي هم شامل دي.

د بسیج ملېشه ځواک خبري څانګې ویلي د دوی یو غړی تهران کې د لاریونوالو په ډز لګېدلی او وژل شوی دی.

د سپاه پاسداران یو غړی بیا شنبه د کردستان ولایت په سنندج ښار کې وژل شوی.

د ایران د دولتي رسنیو په وینا له دغو کسانو سره د روانو اعتراضونو له پیله دغه هېواد کې د وژل شویو امنیتي کسانو شمېر شل تنو ته رسېدلی.

یکشنبه د رشت ښار زندان کې هم نښتې روانې وې او ځینو رپوټونو کې د بندیانو لخوا د بلوا خبر ورکړ شوی و.

خو دولتي رسنیو وروسته وویل چې هلته وضعیت ارام شوی دی.

د رشت ښار زندان کې د امنیتي ځواکونو او بندیانو ترمنځ نښتو کې د اوښتې مرګژوبله جزییات نشته.

بلخوا د ایران امنیتي ځواکونو د احتجاجونو له غځېدو سره د محصلانو، فعالانو او مخورو سیاسي څېرو نیولو او همدا راز له هېواده د هغوی پر وتلو بندیزونو ته هم زور ورکړی.

د بشري حقونو یو شمېر مدافع بنسټونو بیا د ایران حکومت لخوا د روانو اعتراضونو ځپلو لپاره د خونړیو لارو چارو کارېدو په اړه څېړنې غوښتې دي.

د یادونې ده چې د ایران د بشري حقونو څار سازمان چې مرکز یې ناروې کې دی، د جمعې تر ورځې دغو اعتراضونو کې د لږترلږه ۱۸۵ کسانو د وژل کېدو خبر ورکړی و.

دغه سازمان ویلي و چې د دغو کسانو شاوخوا نیمايي یوازې په سیستان او بلوچستان ولایت کې وژل شوي.

دغه اعتراضونه اوس له ایرانه بهر نورې نړۍ ته هم غځېدلې او بېلابېلو هېوادونو کې خلک د ایراني اعتراض کوونکو په ملاتړ واټونو ته راوځي.