ايران کې احتجاجونه: ځينو ښارونو کې هټۍ بندې دي

د خپرېدو وخت

په ایران کې نن هم د هېواد په یو شمېر پوهنتونونو کې مظاهرې روانې دي. پر ټولنیزو رسنیو خپاره شوي عکسونه او ویډیوګانې ښیي چې زده کونکي، ټولګیو ته نه ځي او د حکومت ضد مظاهرې کوي.

په عین وخت کې، داسې ښکاري چې هکرانو دغلته د حکومتي تلویزیون خپرونې د لنډ وخت لپاره په یوه حکومت ضد شعار ګډوډې کړې.

ايران کې مظاهرې د یوې ۲۲ کلنۍ نجلۍ مهسا امیني تر مړینې وروسته پیل شوې. پام مو وي چې په دې رپوټ کې ځینې برخې ښايي تاسې خپه کړي.