تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د ایران دولتي تلویزیون هک کېدل؛ د خامنه اي خلاف پیغام پرې خپور شو
په داسې حال کې چې ایران کې دولت ضد اعتراضونه څلورمې اوونۍ ته ننوتي، د شنبې پر ورځ د دغه هېواد دولتي تلویزیون د خبرونو پر مهال د مذهبي مشر ایت الله علي خامنه اي د خبرو منځ کې ظاهرآ د لنډې شیبې لپاره هک شو.
د تلویزیون پر پرده ناڅاپه د ښاغلي خامنه اي وینا پرې او پر ځای یې د "ښځې، ژوند او ازادۍ" شعار ترڅنګ وروستیو اعتراضونو کې د څو وژل شویو نجونو تصویر خپور شو.
د "علي عدالت" په نوم د هکرانو ډلې د اعتراض کوونکو په ملاتړ د دغه ترسره شوي سایبري برید مسوولیت منلی دی.
له دې سره شنبه د شپې تر ناوخته د ایران مختلفو ښارونو کې د حکومت ضد احتجاجونو هم دوام موندلی.
د سنندج، مشهد او سقز په ګډون ځینو سیمو کې د لاریونیانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ د سختو نښتو او دریو کسانو د وژل کېدو راپور هم ورکړ شوی دی.
له دوی دوه کسان سنندج کې وژل شوي.
په خواله رسنیو خپره شوې ویډیو کې لیدل کېږي چې مشهد کې یوه ښځه غاړه کې په مرمۍ لګېدلې او بې سده پرته ده.
د پلازمېنې تهران په فردوسي میدان، بازار بزرګ، خیابان انقلاب او خیابان ازادي کې ګڼ شمېر اعتراض کوونکي راټول شوي وو او د حکومت خلاف یې شعارونه ورکول.
ځینو سیمو کې خلکو د اعتراض کوونکو په ملاتړ هټۍ او پلورنځي تړلي او کاري اعتصاب یې پیل کړی.
د ایران کې د حکومت پر ضد دغه بې ساري احتجاجونه تر هغې وروسته پیل شول چې د سپتمبر پر ۱۶مه د مهسا امنیتي په نوم یوه ۲۲ کلنه کردۍ نجلۍ د پولیسو لخوا تر نیول کېدو وروسته مړه شوه.
اغلې امیني په دې تور نیول شوې وه چې ګوندې د حجاب اصول یې نه دي مراعت کړي.
ادعا دا ده چې نوموړې د امنیتي ځواکونو لخوا د پر سر د وهل کېدو له کبله وژل شوې، خو پولیس او حکومتي سرچینې وايي د هغې زړه ناڅاپه درېدلی دی.
د ایران د بشري حقونو سازمان چې مرکز یې ناروې کې دی د جمعې پر ورځ اعلان وکړ چې دغو اعتراضونو کې تر دې دمه د ۱۹ ماشومانو په ګډون لږترلږه ۱۸۵ کسان وژل شوي دي.
دا سازمان وايي تر ټولو ډېر یا د ټولو وژلو شویو شاوخوا نیمايي اعتراض کوونکي یوازې په سیستان او بلوچستان ولایت کې وژل شوي.