زېلینسکي: روسیان اتومي جګړې ته چمتوالی کوي

Ukraine's President Zelensky speaks with the BBC's John Simpson
    • Author, هوګو باچیګا او جان سمپسن
    • دنده, بي بي سي کیېف
  • د خپرېدو وخت

د اوکرایین ولسمشر ولودیمر زېلینسکي وايي، روسي چارواکو د احتمالي اتومي وسلو کارولو ته د ''خپلې ټولنې چمتو کولو '' چاره پیل کړې ده، خو په وینا یې دی باور نه کوي چې روسیه به د دې وسلو کارولو ته چمتو وي.

له بي بي سي سره په یوه مرکه کې ولسمشر زېلینسکي پر روسیه د بریدونو غوښتنه رد کړه او ادعا یې وکړه، چې په دې هکله یې مخکینۍ خبرې ناسمې تعبیر شوې دي.

نوموړي د د ''مخنیوي ګوزارونو '' یادونه وکړه، چې په خبره یې اشاره یې ''بریدونو ته نه '' بلکې بندیزونو ته وه.

په دا وروستیو کې اوکراییني پوځیانو سخت ځوابي بریدونه کړي، له روسي ځواکونو یې پراخې سیمې بېرته نیولې او روسي ځواکونه اړ شوي، چې ځینې کلک مورچلونه پرېږدي.

د کیېف چارواکو په اند د همدې ماتې له کبله ولسمشر ولادیمیر پوتین د اوکرایین څلورو سیمو ضمیمه کولو اعلان وکړ. له دې اعلان وروسته چې په پراخه کچه غیر قانوني وبلل شول، د اوکرایین په اووه میاشتنۍ جګړې کې د زیاتوالي اندېښنې ډېرې شوې.

ولسمشر پوتین او ځینو نورو لوړپوړو روسي چارواکو د دې سیمو د دفاع په پار د اتومي وسلو - احتمالاً کوچنیو تکتیکي هغو د کارولو خبره کړې، خو لوېدیځوال چارواکي بیا وايي، داسې ثبوتونه نه دي موندل شوي، چې وښيي مسکو دې چارې ته چمتو وي.

د کیېف په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د خبرو پر مهال ښاغلي زېلینسکي په انګلیسي ژبه وویل: ''دوی د خپلې ټولنې چمتو کول پیل کړي او دا ډېره خطرناکه چاره ده. دوی چمتو نه دي، دوی داسې کولو ته چمتو نه دي. خو دوی په دې هکله اړیکي نیسي. دوی نه پوهېږي دا به وکاروي او که به یې و نه کاروي، خو فکر کوم په دې هکله خبرې کول هم خطرناکه چاره ده. ''

له دې وروسته نوموړي د یوه ژباړن په مرسته په اوکراییني ژبه زیاته کړه: ''موږ چې ګورو د روسیې واکمن خلک له ژوند سره مینه کوي، ځکه نو د اتومي وسلو کارول کېدو خبره دومره یقیني نه ښکاري لکه ځینې ماهرین یې چې وايي، ځکه دوی پوهېږي چې د دې (وسلو) له کارول کېدو وروسته شاته ګرځېدل نه شته، نه یوازې د دوی د هېواد تاریخ لپاره بلکې شخصا د دوی لپاره هم. ''

د اوکرایین ولسمشر د بي بي سي خبریال جان سمپسن ته وویل، د روسیې ګواښ د ټولې نړۍ لپاره یو احتمالي خطر دی.
د عکس تشریح، د اوکرایین ولسمشر د بي بي سي خبریال جان سمپسن ته وویل، د روسیې ګواښ د ټولې نړۍ لپاره یو احتمالي خطر دی.

نوموړي د دې تر څنګ پر پنجشنبه په یوه انلاین غونډه کې پر روسیه د بریدونو خبره کول رد کړل او په وینا یې د اوکراییني ژبې هغه اصطلاح چې ده کارولې، ناسمه تعبیر شوې ده.

د یادونې ده، چې مخکې د روسیې ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند دیمیتري پيسکوف دا څرګندونې او د یوې بلې نړیوالې جګړې پیلولو غوښتنه یې بللې ده. د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وايي، دا ښيي چې روسیه په اوکرایین کې د عملیاتو پیلولو کې پر حقه وه.

خو ولسمشر زېلینسکي په دې هکله وايي: ''له هغې ژباړې وروسته دوی (روسیانو) په خپل ډول واړوله، داسې چې دوی ته ګټه وکړي، او بل لور ته یې وژباړله. ''

د اوکرایین له ولسمشر سره دا مرکه د امریکا ولسمشر جو بایډن له هغې مرکې څو ساعته وروسته وشوه، چې نوموړي پکې وویل، د سړې جګړې پر مهال د کیوبا توغندیو له بحران وروسته اوس نړۍ د اتومي وسلو کارول کېدو احتمالي خطر ته چې ده د قیامت ورځ وبلله، د بل هر وخت پرتله ډېره نژدې شوې.