د ایران احتجاجونه: د نېکا شکرامي مور وایي لور یې وژل شوې ده

Nika Shakarami

د عکس سرچینه، BBC Persian source

د خپرېدو وخت

یوه پېغلوټې چې ایران کې د احتجاجونو پر مهال مړه شوه، مور یې چارواکي د خپلې لور پر وژنې تورن کړي دي.

یوه ويډیو چې د امریکا په مالي ملاتړ جوړې رسنۍ رادیو فردا ته استول شوې - نسرین شکرامي پکې وايي، د خپلې لور پر بدن یې داسې ټپونه لیدلي دي چې له رسمي بیان سره په ټکر کې دي.

چارواکي وايي، داسې ښکاري چې ١٦ کلنه نیکا شکرامي ښايي د کارګرانو له خوا له يوې ودانۍ غورځول شوې وي.

په ورته وخت کې، د عدلي طب رسمي راپور وايي، یوه ښځه [مهسا] چې مرګ یې لاریونونه راپارولي د ناروغۍ له امله مړه شوې.

د ۲۲ کلنې کردي ایرانۍ مهسا امیني کورنۍ وايي، نوموړې د امربالمعروف له خوا د وهلو ټکولو له امله مړه شوې ده.

مهسا د سپټمبر په ۱۳مه تهران کې د هغه قانون د ماتولو په تور ونیول شوه چې له مخې یې ښځې باید خپل وېښتان په حجاب یا ټیکړي کې پټ کړي.

پولیسو له مهسا سره د ناوړه چلند خبره رد کړې او وايي چې د زړه حمله پرې راغلې وه.

د جمعې پر ورځ د ایران د عدلي طب یوه بیانیه خپره کړه او ویې ویل، ازموینو ښودلې چې اغلې امیني د دماغي هایپوکسیا (داسې حالت چې ماغزو ته پوره اکسیجن نه رسېږي) له امله یې د بدن څو غړو فعالیت درېدلې او مړه شوې ده نه د ټپ له امله.

ویل کېږي چې دا حالت د مغزي یا زړه ناروغۍ له امله رامنځته کېږي.

خو د امیني کورنۍ تر دې وړاندې ټینګار کړی و چې لور یې له روغتیايي پلوه جوړه وه.

مسها

د عکس سرچینه، CLEMENS BILAN/EPA-EFE/REX/SHUTTERSTOCK

د بشري حقونو ډلې وايي د سمپټمبر ۱۷ مې راهیسې چې احتجاجونه پیل شول څه باندې ۱۵۰ کسان وژل شوي او زرګونه نور نیول شوي دي.

د نیکا شکرامي مړینه په لاریونونو کې د وژل شویو ځوانانو یوه تر ټولو مهمه پېښه ده. نوموړې د سپټمبر پر ۲۰مه د ایران پلازمېنه تهران کې وروسته له هغه لادرکه شوه چې خپلې ملګرې ته یې ویلي وو چې د پولیسو له خوا څارل کېږي.

چارواکي وايي په هغه شپه چې نوموړې لادرکه شوه یوې ودانۍ ته تللې وه چې هلته پکې اته کارګر وو او په سهار یې انګړ کې مړه وموندل شوه.

د تهران یو قضايي چارواکي محمد شهراري تېره چهارشنبې د دولتي رسنیو له قوله وویل، له مړیني وروسته معایناتو ښوولې چې د نيکا په لګن خاصره، سر، د بدن بېلابېلو غړو، لاسونو او پښو کې یې ډېر هډوکي مات شوي وو او دا په ګوته کوي چې له پاسه غورِځول شوې".

که څه هم مور یې نسرین شکرامي وايي، دا رېښتیا نه دي.

دا وايي،"ما د خپلې لور مړی په خپلو سترګو وليده... د سر شا نه یې ښکارېده چې ډېره کلکه ضربه یې لیدلې ده ځکه چې کوپړې یا د سر کاسه یې ننوتې وه"

نوموړې وايي عدلي رپوټ موندلې چې مهسا احتجاجونو سره د یوځای کېدو پر ورځ پر سر یې د یوې کلکې ضربې له امله مړه شوه.

مهسا

د عکس سرچینه، SOCIAL MEDIA

د عکس تشریح، په روغتون کې د مهسا اميني عکس خپور شوی

تهران کې د یوې هدیرې لخوا د مړیني خپور شوی تصدیق چې بي بي سي ترلاسه کړی، وايي، نیکا د "د یوه کلک توکي د ګوزارونو د ډېرو ټپونو" له امله مړه شوې.

د نیکا شکرامي کورنې وايي، د لادرکۍ ۱۰ ورځې وروسته یې د هغې مړی د توقیف ځای په سړخونه کې ومونده او بیا امنیتي ځواکونو پټ کړ او په پټه یې ښخ کړی دی.

په ورته مهال، ایراني چارواکو هغه راپورونه رد کړي چې ګنې یوه بله ۱۶کلنه نجلۍ سرینا اسماعیل زاده د سپټمبر په ۲۳ مه د ایران په شمال ختیځ کرج کې د اعتراضونو پر مهال د امنیتي ځواکونو له خوا په ډنډو له وهلو وروسته مړه شوې.

نیمه دولتي خبري اژانس ایسنا د البور ایالت د سترې محکمې مشر له خولې ویلي چې د لومړنیو څېړنو له مخې سرینا له یوې پنځه پوړیزې ودانۍ ځان غورځولی او ځان وژنه یې کړې ده.