تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د اوکرایین پر سویلي ښار د روسي پوځونو راکټي برید؛ پنځه کسان وژل شوي
د اوکرایین پر سویلي زاپوریژیا ښار د روسي پوځيانو راکټي بریدونو کې لږ تر لږه پنځه کسان وژل شوي دي.
ځايي چارواکي وايي، راکټونه له لمرخاته مخکې د استوګنې پر ودانیو لګېدلي او څو ساعته وروسته یو ځل بیا دغه بریدونه تکرار شوي دي.
ویل کېږي، د بریدونو له کبله ځینې کسان تر خاورو لاندې پاتې دي.
مرستندویان د یوې پنځه پوړیزې ودانۍ له پاتې شونو د خلکو رایستلو هڅې کوي. د پېښې په ځای کې د ویشتل شویو ودانیو، ښیښې، ربړونه او لرګي پراته لیدل کېږي.
د بي بي سي خبريال د زپوريژيا په مرکز کې د دريو نورو زورو چادونو راپور هم ورکړی دی.
روسيې تراوسه د دغو بريدونو په اړه څه نه دي ويلي.
د اوکرايين ولسمشر ولودمير زېلېنسکي د اروپا د نوې سياسي ټولنې مشرانو غونډه ته په وينا کې دغه بريدونه په کلکو ټکو غندلې دي.
په ياده غونډه کې د اروپايي ټولنې ۲۷ او ۱۷ نورو اروپايي هېوادونو مشرانو ګډون کړی و.
د بريتانيا لومړۍ وزيرې لېز ټرس او د فرانسې ولسمشر اېمانول مکرون دواړو په خپلو خبرو کې له اوکرايين سره د اړتيا وړ هر ډول اړینې مرستې ژمنه وکړه او د یوې ګډې اعلامیې په خپرولو سره دواړو مشرانو "د خپلو هېوادونو ترمنځ د قوي او تاریخي اړيکو" يو ځل بيا يادونه هم وکړه.
دا په داسې حال کې ده چې اوکرايين په خېرسون کې د نورو سيمو د نيولو خبر ورکړی دی. د اوکرايين د پوځ يوې وياندې رسنيو ته په خبرو کې ويلي، "له نيواکګرو څخه يې ځمکه ازاده کړې ده او مخ پر وړاندې روان دي."
دوی وايي د روانې مياشتې له پیل راهيسې يې د جنوبي خرسون سيمه کې ۴۰۰ کيلومتره مربع ځمکه بېرته نيولې ده.
بي بي سي په خپلواکه توګه د غه ادعاوې نشي تائیدولی.
خرسون د اوکرایین له هغو څلورو سیمو څخه یوه ده چې روسیې په دې وروستیو کې د "تش په نامه ټولپوښتنې" په ترڅ کې له ځان سره يو ځای کړې ده.