تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
اوکرایین کړکېچ؛ په روسیه کې سلګونه جګړې ضد لاریونیان نیول شوي
- Author, لاورنس پېټر او لاورا ګوځي
- دنده, بي بي سي
- د خپرېدو وخت
له روسیې راغلي رپوټونه وايي، د دې هېواد پولیسو هغه سلګونه کسان نیولي چې اوکرایین ته یې د اضافي پوځیانو استولو په تړاو د کریملین تازه پرېکړې پر ضد احتجاج کاوه.
په روسیه کې د بشري حقونو او، وې، ډي- انفو نومي تنظیم د نیول شویو شمېر تر زر کسانو زیات ښيي. دا ډېری کسان په مسکو او سنټ پېټرزبرګ ښارونو کې نیول شوي دي.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین نوې پرېکړې له مخې په اوکرایین کې د روسي پوځونو ملاتړ لپاره نژدې ۳۰۰ زره احتیاط پوځیان استول کېږي. د یادونې ده، چې په اوکرایین کې دا وروستیو کې په جګړو بوختو روسي پوځیانو یو لړ پر شاتګونه درلودل.
د اضافي پوځیانو استولو دا اقدام له هغه یوه ورځ ورسته کېږي، چې د روسي پوځیانو لخوا د اوکرایین په اشغال شویو سیمو کې له روسیې سره د یو ځای کېدو لپاره د ټولپوښتنې اعلان وشو. اوکرایین او متحدینو یې دا اقدام وغانده او دې ته غبرګون کې ولسمشر پوتین وویل، د روسیې خاورې ساتنې لپاره به 'له ټولو لارو چارو ' کار واخیستل شي، چې د اتومي وسلو کارول هم پکې شامل دي.
سخت خبرداری
بل لور د چهارشنبې پر ورځ د مسکو لویې څارنوالۍ وویل، هغه کسان چې بې جوازه احتجاجونو کې برخه واخلي، یا د انټرنېټ له لارې نور پکې ګډون ته وبولي، ښايي تر ۱۵ کلونو پورې زنداني شي. دغه اداره وايي، دا کسان ښايي په اوکرایین کې د روسیې پوځي عملیاتو په هکله د 'جعلي خبرونو ' خپرولو یا مظاهرو ته د کم عمره کسانو بللو په تور محاکمه شي.
خو دې سره هم د ویسنا په نامه جګړه ضد اپوزېسیون فعالانو د پراخو مظاهرو غوښتنه وکړه او پر خواله رسنۍ ټیلیګرام یې د روسیې بېلا بېلو سیمو کې د ګڼ شمېر کسانو نیول کېدو خبره کړې.
بل لور د ایسوشیټیډ پریس خبري اژانس په رپوټ کې ویل شوي، د ولسمشر پوتین له تازه اعلان وروسته د ترکیې استانبول، د ارمینیا یریوان او د متحدو عربي اماراتو دبۍ ته د الوتکو ټکټونو بیې په بې ساري توګه لوړې شوې دي.
هر څوک ډارېږي
رپوټ کې ویل شوي، له مسکو نه تر استانبول یا دبۍ پورې د یوه اړخیز اکانومي درجې هوايي سفر ټکټ بیه تر ۹۲۰۰ یورو یا ۹۱۱۹ امریکايي ډالرو پورې رسېدلې ده.
د روسي پوځیانو تازه خوځښتونه له هغه وروسته اعلانېږي، چې روسي پوځیان په اوکرایین کې له درنو زیانونو سره مخامخ شول او د اوکرایین پوځونه توانېدلي چې د دې هېواد په خارکایېف کې پراخې اشغال شوې سیمې بېرته له روسي پوځیانو ونیسي.
بل لور پر روسي دولتي رسنیو د ولسمشر پوتین کلک کنټرول له کبله په ظاهره داسې ښکاري چې ګڼ روسیان د نوموړي د هغو ادعاوو ملاتړ کوي چې وايي، د اوکرایین 'نوی ناتزي حکومت ' او ناټو روسیه ګواښي او په اوکرایین کې باید د روسي ژبو وګړو دفاع وشي.
خو رښتیا دا دي چې د اوکرایین حکومت د ولس په خوښه ټاکل شوی او سخت دریځي ښي اړخه سیاستوال نه لري.