تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پوتين وايي هيله لري د اوکرايين نيول شويو سيمو کې به "حالت ارام" شي
د روسيې ولسمشر ولادمير پوتين ويلي، هيله لري د اوکرايين په هغو سیمو کې چې مسکو نيولې دي "حالت ارام" شي.
نوموړي دغه څرګندونې وروسته له هغه کړې چې اوکرايين وايي په لوهانسک سيمه کې يې شپږ کلي بېرته نیولي دي.
روسيې څو ورځې وړاندې، د اوکرایین څلور لاندې کړې سیمې د خپلې خاورې برخه اعلان کړې. د روسیې دا ګام په نړیواله کچه غندل شوی دی.
مسکو خبرداری ورکړی چې اوکرایین ته د نورو پوځي مرستو د رسولو پرېکړه د روسیې او لویدیځ تر منځ "د مخامخ پوځي جګړې" ګواښ زیاتوي.
امریکا کې د روسیې سفیر اناتولي انتونوف ویلي چې دا د مسکو یو "سم لاسي ګواښ"دی او امریکا د دې "جګړې برخه اخیستونکې" یادوي.
له دې وړاندې امریکا اوکرایین سره د ۶۲۵ میلیونه ډالرو په ارزښت د نورو پوځي مرستو اعلان کړی و.
د امریکا پرمختللې وسلې اوکرایین سره د روسي ځواکونو پر وړاندې د خوځښت په رامنځته کولو کې مهم رول لوبولی شي.
ټوله کې امریکا د فبرورۍ پر ۲۴تمه پر اوکرایین د روسیې د برید راهیسې اوکرایین سره د نږدې ۱۷ میلیارد ډالرو نظامي مرستې ژمنه کړې.
د پنج شنبې پر ورځ ښاغلي انتونوف امریکا ته خبرداری ورکړی و چې اوکرایین سره د دغه هېواد مرسته به "د اوږدې مودې وینې توييدني او نورې مرګ ژوبلې" لامل شي.
نوموړې ویلي:"موږ پر واشنګټن غږ کوو چې خپل پاروونکې کړنې ودوري چې ښايي تر ټولو جدي پایلې ولري."
روسیه داسې حال کې امریکا ته د پوځي جګړې د زیاتېدو ګواښ کوي چې اوکراییني پوځيانو وروستیو اوونیو کې د دغه هېواد شمال ختیځ او سویلي برخه کې پام وړ پرمختګ کړی دی. خو ټینګار کوي چې د ټولو موجوده وسلو په مرسته به له خپله ځانه دفاع کوي، او په دې برخه کې به ان د خپلو اتومي وسلو له کارولو لاس نه نیسي.
مسکو د اوکرایین د څلورو سیمو د خپلولو هڅې هم روانې کړي، چې ختیځ کې دا شاتګونه داسې حال کې دي چې پام کې ده ولسمشر ولادیمیر پوتین لنډ وخت کې د روسیې پر خاوره د اوکرایین د څلورو نیولو سیمو د ورګډولو فرمان رسمآ لاسلیک کړي.
په ورته وخت کې د اوکرایین کورنیو چارو وزارت هم ویلي تر اوسه ۵۰ کلي او بازارونه بېرته ازاد او خېرسون کې ۳۵۰۰ بندیان راخوشې شوې دي.
دفاع وزارت یې بیا وايي چې روسي ځواکونو روحیه بایللې او د اوکرایین د پرمختګونو مخنیوي لپاره سیمه کې د پلونو ویجاړولو هڅې کوي.
خو بلخوا خېرسون لپاره د مسکو لخوا ګومارل شوی مشر کېریل سترېموسوف بیا خلکو ته ډاډ ورکړی، چې وارخطایۍ لپاره هېڅ دلیل نشته.