اوکراییني ځواکونو د خېرسون څو نور کلي هم له روسانو بېرته نیولي

د عکس سرچینه، Ukrainian defence ministry
اوکراییني ځواکونو د خېرسون ښار سویل کې یو بل مهم کلی هم له روسانو بېرته نیولی دی.
دا لنډه موده کې د روسیې پوځیانو بل چټک شاتګ بلل شوی دی.
د اوکرایین دفاع وزارت لخوا خپرو شویو ویډیوګانو کې ښکاري چې د دوی ځواکونه په 'دېوېدیف برید' کې خپل بیرغ بېرته پورته کوي.
راپورونه دا دي چې د دې ځای شاوخوا یو شمېر نور کلي هم ازاد شوي دي.
روسي ځواکونه پر سویل سربېره شمال ختیځ کې هم شاتګ ته اړوتي دي.
دا شاتګونه داسې حال کې دي چې پام کې ده ولسمشر ولادیمیر پوتین لنډ وخت کې د روسیې پر خاوره د اوکرایین د څلورو نیولو سیمو د ورګډولو فرمان رسمآ لاسلیک کړي.

د عکس سرچینه، Reuters
بلخوا د امریکا ولسمشر جو بایډن سې شنبه یو ځل بیا له خپل اوکراییني سیال ولودومیر زېلېنسکي سره تلیفوني خبرې کړې او دا ډاډ ورکړی چې متحد ایالتونه به هېڅکله دا سیمې د روسیې د خاورې په توګه په رسمیت ونه پېژني.
دوی د هیمارس توغوونکو سیستمونو په ګډون اوکرایین سره د امریکا د ۶۲۵ میلیون ډالرو پر مرسته هم غږېدلې دي.
د خېرسون سیمه ییز مرکز که څه هم تر اوسه د روسانو واک کې دی، خو د ډنیپېر سېند ټوله شمالي غاړه کې یې ګامونه څپ څپانده ښکاري.
ولسمشر زېلېنسکي وايي اوکراییني ځواکونو "چټک او ځواکمن تحرکات" درلودل او یوازې روانه اوونۍ یې سویلي اوکرایین کې لسګونه استوګنیزې سیمې ازادې کړې دي.

په ورته وخت کې د اوکرایین کورنیو چارو وزارت هم ویلي تر اوسه ۵۰ کلي او بازارونه بېرته ازاد او خېرسون کې ۳۵۰۰ بندیان راخوشې شوې دي.
دفاع وزارت یې بیا وايي چې روسي ځواکونو روحیه بایللې او د اوکرایین د پرمختګونو مخنیوي لپاره سیمه کې د پلونو ویجاړولو هڅې کوي.
خو بلخوا خېرسون لپاره د مسکو لخوا ګومارل شوی مشر کېریل سترېموسوف بیا خلکو ته ډاډ ورکړی، چې وارخطایۍ لپاره هېڅ دلیل نشته.




















