بلوڅ بېلتونپاله ډله وایي، د پاکستاني پوځ چورلکه یې رانسکوره کړې

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

پاکستان کې بلوڅ بېلتونپاله ډله ادعا کوي چې د پوځ چورلکه د دوی جنګیالیو ویشتلې او رانسکوره کړې ده.

بي. ایل. اې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د هرنايي په زردالو سیمه کې یې جنګیالیو د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې د پاکستان پوځ دوه سرتېري نیولي وو چې وروسته یوه چورلکه هم سیمې ته پسې ورغلې وه او دوی راغورځولې ده.

د بلوڅ بېلتونپاله ډلې ویاند جیان بلوڅ ویلي، دا چورلکه یې د بلوجستان په هرنايي سیمه کې رانسکوره کړې او پکې سپاره ټول شپږ تنه پکې وژل شوي دي.

مخکې د پاکستان پوځ هم ویلي وو چې تېره شپه یې بلوچستان ایالت کې یوه پوځي چورلکه لوېدلې او د دوو پیلوټانو په ګډون پکې شپږ پوځیان وژل شوي دي.

پوځ په اعلامیه کې که څه هم د چورلکې د "لوېدو" اصلي لامل نه و یاد کړی خو ویلي یې وو چې چورلکه د ماموریت پر مهال د پېښې ښکار شوې او لوېدلې ده.

دې پېښه کې د چورلکې له دوه وژل شويو پیلوټانو ۳۰ کلن جګړن محمد منیب افضل د راولپندۍ او ۳۹ کلن جګړن خرم شهزاد د اټک اوسېدونکی دی.

‌د نورو څلور کسانو په اړه د ای اېس پي ار لخوا ویل شوي چې ۴۴ کلن صوبېدار عبدالوحید د کرک، ۲۷ کلن محمد عمران د خانیوال، ۳۰ کلن نائیک جلیل د ګجرات او شعیب د اټک اسېدونکي دي.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف پر دې پېښه خواشیني ښودلې ده.

د یادونې ده چې څه موده وړاندې بلوچستان کې د پاکستاني پوځ یوه بله پوځي‌ چورلکه هم لوېدلې وه چې د کوټې قول اوردو قوماندان جنرال سرفراز علي پکې له پنځو نورو کسانو سره وژل شوی و.‌