بلوڅ بېلتونپاله ډله وایي، د پاکستاني پوځ چورلکه یې رانسکوره کړې

د عکس سرچینه، Getty Images
پاکستان کې بلوڅ بېلتونپاله ډله ادعا کوي چې د پوځ چورلکه د دوی جنګیالیو ویشتلې او رانسکوره کړې ده.
بي. ایل. اې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د هرنايي په زردالو سیمه کې یې جنګیالیو د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې د پاکستان پوځ دوه سرتېري نیولي وو چې وروسته یوه چورلکه هم سیمې ته پسې ورغلې وه او دوی راغورځولې ده.
د بلوڅ بېلتونپاله ډلې ویاند جیان بلوڅ ویلي، دا چورلکه یې د بلوجستان په هرنايي سیمه کې رانسکوره کړې او پکې سپاره ټول شپږ تنه پکې وژل شوي دي.
مخکې د پاکستان پوځ هم ویلي وو چې تېره شپه یې بلوچستان ایالت کې یوه پوځي چورلکه لوېدلې او د دوو پیلوټانو په ګډون پکې شپږ پوځیان وژل شوي دي.
پوځ په اعلامیه کې که څه هم د چورلکې د "لوېدو" اصلي لامل نه و یاد کړی خو ویلي یې وو چې چورلکه د ماموریت پر مهال د پېښې ښکار شوې او لوېدلې ده.
دې پېښه کې د چورلکې له دوه وژل شويو پیلوټانو ۳۰ کلن جګړن محمد منیب افضل د راولپندۍ او ۳۹ کلن جګړن خرم شهزاد د اټک اوسېدونکی دی.

د عکس سرچینه، ISPR
د نورو څلور کسانو په اړه د ای اېس پي ار لخوا ویل شوي چې ۴۴ کلن صوبېدار عبدالوحید د کرک، ۲۷ کلن محمد عمران د خانیوال، ۳۰ کلن نائیک جلیل د ګجرات او شعیب د اټک اسېدونکي دي.
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف پر دې پېښه خواشیني ښودلې ده.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
د یادونې ده چې څه موده وړاندې بلوچستان کې د پاکستاني پوځ یوه بله پوځي چورلکه هم لوېدلې وه چې د کوټې قول اوردو قوماندان جنرال سرفراز علي پکې له پنځو نورو کسانو سره وژل شوی و.




















