د کشمیر د کوچیانو کړاو؛ د دودیز ژوند بڼه یې ختمېږی

د عکس سرچینه، ABID BHAT
د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې د کوچیانو یوه قبیله د موسمي بدلون او ځنګلیزو څړ ځایونو ته د نه لاسرسي له کبله د خپل دودیز ژوند پالنه کې ستړې، ستونځې ګالي.
د بکروال نومې دې قبیلې شپون لیاقت خان په دې هکله وايي: ''خلکو ته به زموږ ژوند ډېر ګلورین ښکاري، خو په حقیقت کې زموږ د ژوند کیسه د سختیو او غمونو له ګاللو ډکه ده. ''
بکروال قبیله د جمو او کشمیر سیمو د کوچیانو درې اعشاریه څلور میلیونه لویې ټولنې یوه برخه ده، چې ډیر یې مالدار دي، مېږې - وزې او نور څاروي ساتي.
دوی د جمو او کشمیر دوبني مرکز سري نګر ته ۵۵ کیلومتره لېرې په داردوور نومي ځنګله کې کېږدۍ وهلې دي. ۳۰ کلنه کوچۍ نظیره له کورنۍ سره درې ورځې مخکې دې سیمې ته راغلې ده.
دا وايي: ''له دې وروسته مو د ژمۍ مېنو ته سفر پیلېږي. ''
بکروال کوچیان له مودو - مودو راهیسې د جمو او کشمیر تر منځ واټنونه وهي. دوی د پسرلي او دوبي شپږ میاشتې په کشمیر کې تېروي او د اکتوبر میاشتې له راتګ سره سم جمو ته کوچ کوي.
زلفي چې یوه کوچۍ پیغله ده، په کشمیري ژبه وايي: ''موږ هېڅ ځای نه لرو، دا مو یوازې د دوبي اوسېدو سیمه ده. ''
دوی په مني کې د جمو نسبتاً ګرمو سیمو ته کډې باروي.

د عکس سرچینه، ABID BHAT
بکروال قبیله د هند حکومت لخوا رسماً یوه ''پروګرام شوې قبیله '' بلل شوې. د هند اساسي قانون له مخې قبیلوي ټولنې له ټولنیز او اقتصادي پلوه محروم قشر بلل شوی دی.

د عکس سرچینه، ABID BHAT
اوس د دې ټولنې وګړي، پر خپلو څارویو د وحشي ژویو د حملو او د دې څارویو د پلور ساړه بازار له کبله د خپل دودیز ژوند تېرولو کې له ستونزو سره مخامخ دي.
اقلیمي بدلون یوه بله ستونزه ده، چې د دې سیمې کوچیان ورسره لاس او ګرېوان دي. په تېر جون کې د بې وخته واورې اورېدو له کبله د چناب وادي سیمه کې سلګونه کوچیان د لارو په اوږدو کې له خورا لږ خوړو سره ایسار پاتې وو.

د عکس سرچینه، ABID BHAT
دوی ته پروسږ کال له هغو ځنګلونو د وتلو امر شوی و، چې له پېړیو راهیسې یې د څړځایونو په توګه کارول او هلته د دوی اوسېدل ''غیر قانوني '' بلل شوي وو.

د عکس سرچینه، ABID BHAT
چارواکو په سیمه کې د کوچیانو یو شمېر خټین کورونه هم نړولي وو. خو څو میاشتې وروسته بیا د سیمې والي منوج سنها وویل، مسوولین به د سیمې د کوچیانو حقونو خوندیتوب لپاره کار وکړي او دوی ته به ځانګړي اسناد ورکړي.

د عکس سرچینه، ABID BHAT
د همدې ستونزو له کبله د دې کوچیانو نوی کول هڅه کوي، زدکړې وکړي او نسبتاً اسان ژوند وکړي. حکومت هم د دوی د ماشومانو لپاره په ځنګلیزو سیمو کې ښوونځي جوړ کړي دي.

د عکس سرچینه، Abid Bhat/BBC
بل لور له سخت او ستړي ژوند سره سره د دې ټولنې ډېری وګړي وايي، غواړي په دودیز ډول ژوند، ژواک وکړي. زلفي وايي: ''که څه هم ژوند مو اسان نه دی، ثبات هم نه لري، خو هر څه چې کېږي، له دې هر څه نه تېرېږو. ''




















