د کشمير پښتانه

د ویډیو تشریح، د کشمير پښتانه
د خپرېدو وخت

د هند تر ولکې لاندې کشمير کې زرګونه پښتانه اوسېږي. له پېړيو راهيسې يې نيکونه هلته مېشت شوي، خو له افغان ټاټوبي لرې، ډېرو نورو سيمو پښتنو خلاف يې تر ډېره خپله مورنۍ ژبه، پښتو ساتلې او لا پرې په روانه غږېدی شي. کشمير کې د مېشتو پښتنو حقونو يوه فعال ثناء الله يوسفزي دا پرون ويل، چې تر ټولو ډېر عمر يو پښتون مشر عبد المتين خان د څه د پاسه سلو کلونو په عمر وفات شو. د کشمیر له مرکز سرینګره ۲۷ کیلو متره لرې ګندربل سيمه کې د ګوټلي باغ په نامه کلي کې شاوخوا ۱۵ زره پښتانه ژوند کوي. دا کشمیر کي د پښتنو تر ټولو لوی کلی بلل کېږي. ډېر يې وايي اوس هم په روانه پښتو خبرې کولی شي خو د پښتو ليک لوست ښوونې ته اړتيا لري. هند ازاد څېړونکی خبريال فهيم دانش ورغلی و او دا راپورې یې پرې جوړ کړی.