تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پوځي خدمت ته له غوښتل کېدو وروسته هغه روسان بهر ته تښتي چې نه غواړي اوکرایین کې جګړه وکړي
- Author, ډېوډ مولې او پهیلان چترحي
- دنده, بي بي سي
- د خپرېدو وخت
اوکرایین ته د نورو پوځیانو استولو له روسي اعلانه وروسته د دې هېواد په پولو کې د هغو کسانو ګڼه ګوڼه لیدل شوې، چې له هېواده تښتي.
په دې هکله د چهارشنبې پر ورځ ولسمشر ولادیمیر پوتین وویل، اوکرایین ته اضافي ځواکونه استوي.
اټکل کېږي چې د نویو استول کېدونکو احتیاط ځواکونو شمېر به تر ۳۰۰ زره پوځیانو پورې ورسېږي.
د روسیې ولسمشرۍ ماڼۍ کریملین چارواکي وايي، د هغو کسانو شمېر کې چې جګړې ته له استول کېدو تښتي، مبالغه کېږي.
خو له جورجیا سره د روسیې پر پوله د داسې کسانو څو کیلومتره اوږده کتارونه لېدل شوي، چې عمرونه یې پوځي خدمت ته رسېدلي دي.
دغسې یوه ځوان چې نه غواړي نوم یې یاد شي، د بي بي سي ریحان دیمېتري ته وویل، د ولسمشر پوتین له اعلانه سملاسي وروسته یې یوازې پاسپورټ له ځان سره واخیست او د پولې پر لور وخوځېد، ځکه په وینا یې عمر یې داسې حد ته رسېدلی، چې کېدای شي جګړې ته واستول شي.
ځینې عیني شاهدان وايي، پولې ته نژدې یې د ګاډو نژدې پنځه کیلومتره اوږد کتار لیدلی، ځینې نور بیا اټکل کوي چې تر پولې پورې رسېدو کې یې اته ساعته وخت ولګېد.
جورجیا له روسیې سره پر پوله له یو څو هېوادونو یو دی چې روسیان کولای شي د ویزې لپاره له غوښتنلیک وړاندې کولو پرته ورشي.
فنلنډ کې چې له روسیې سره ۱۳۰۰ کیلومتره اوږده پوله لري او روسیان د ویزې له اخیستو وروسته ورتلای شي چارواکي وايي، د دوی پر پوله هم ګڼه ګوڼه ډېره شوې، خو د مدیریت وړ ده.
دبۍ، بلګراد او استانبول بیا هغه ځایونه دي، چې د هوايي سفر ټکټونه یې په روسیه کې خورا ګران شوي، او د ځینو لپاره خو د ټولو الوتنو ټکټونه وار له مخ پلورل شوي دي.
بل لور د جرمني کورنیو چارو وزیرې نانسي فایزیر د پنجشنبې پر ورځ اشارتا ویلي، د هغو روسیانو هرکلی به وکړي، چې نه غواړي جګړې ته واستول شي.
نوموړې وايي، د دې کسانو له امنیتي معلوماتو وروسته به هر یوه قضیه په ځانګړې توګه وڅېړل شي.
لیتوانیا، لاټویا، استونیا او چیک جمهوریت کې بیا چارواکو بدله لهجه خپله کړې او په وینا یې دوی به تښتېدونکو روسیانو ته پناه ور نه کړي.
اوکرایین جګړې ته د اضافي پوځیانو استولو له اعلان وروسته د مسکو او سنټ پېټرزبرګ په ګډون د روسیې یو شمېر ښارونو کې پراخ احتجاجونه هم شوي او داسې رپوټونه ورکړل شوي چې له دې ډلې نژدې ۱۳۰۰ کسان نیول شوي دي.