د ډالر په مقابل کې د پاکستانۍ روپۍ ارزښت ریکارډ کچه ټیټ شوی

ډالر

د عکس سرچینه، AFP

د خپرېدو وخت

د پاکستان اسعارو په بازارونو کې د سې شنبې پر ورځ د ډالر په مقابل کې د پاکستانۍ روپۍ ارزښت اووه روپۍ کم شوی دی. دا په یوه ورځ کې د ډالر مقابل کې د روپۍ ریکارډ کچه کمېدل ښيي.

پر سې شنبې د پاکستان اسعارو په بازارونو کې د ډالرو په بدل کې ۲۲۲ پاکستانۍ روپۍ ورکول کېدې.

د یادونې ده، چې د دوشنبې پر ورځ یو ډالر د ۲۱۵ اعشاریه ۱۹ روپیو بدل کې تبادله کېده، چې دا په خپل ځای د پاکستان په تاریخ کې تر ټولو لوړه بیه وه، خو د سې شنبې پر ورځ د کاربار له پیل سره سم د ډالر ارزښت کې زیاتوالی ولیدل شو، چې بالاخره تر ۲۲۲ روپیو پورې ورسېد.

پاکستان کې د تېر اپریل میاشت کې د حکومت له بدلون وروسته تر څه مودې پورې د ډالر په مقابل کې د روپۍ ارزښت کې ثبات راغی، خو د اپریل له ۱۱ مې وروسته بېرته د ډالر ارزښت په زیاتېدو شو، چې لا هم دوام لري.

له دې مخکې په مې او جون میاشتو کې پاکستان ته د پیسو نړیوال صندوق ای ایم ایف د پور ورکولو پروګرام له ځنډېدو سره د روپۍ ارزښت خورا ډېر ټیټ شوی و.

د یادونې ده، چې دغه هېواد کې د نوي حکومت له واکمنېدو راهیسې د ډالر په مقابل کې تر اوسه ۳۸ روپۍ زیاتوالی راغلی دی.

لاملونه یې څه دي؟

ډالر

د عکس سرچینه، AFP

پاکستان کې له تېرو څو میاشتو راهیسې د ډالر په مقابل کې د روپۍ ارزښت پرلپسې کمېږي او د ماهرینو په وینا لوی لامل یې په نړیوالو بازارونو کې د سون توکو او خوراکي توکو بیو لوړېدل دي، چې پاکستان یې تر ډېره بریده واردوي.

د پیسو نړیوال وجهي صندوق له لوري پاکستان ته د پور ورکولو کې ځنډ یو بل لامل بلل کېږي چې له کبله یې پاکستان کې نړیواله پانګه اچوونه کمه شوې ده.

تېره اونۍ د پاکستاني چارواکو او ای ایم ایف تر منځ د پور ورکړې له هوکړې وروسته تر یو څه حده د روپۍ ارزښت کې ثبات راغی، خو له تېرو څو ورځو راهیسې په پرلپسې توګه روپۍ بې ټیکاوه شوه او ارزښت یې له لاسه ورکړ.