لوېدیځ ته د پوتین ګواښ: د خپلې دفاع لپاره 'هر ډول وسلې' کارولی شو
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي، د یوه فرمان په مټ یې سر له چارشنبې ورځې د احتیاطي پوځیانو د خوځولو امر کړی دی چې هدف یې د هغې روسي خاورې دفاع ده چې په وینا یې لوېدیځ یې "ویجاړول" غواړي.
پوتین پخپله تلوېزیوني وینا کې وویل، هېواد یې له "اټومي ګواښونو" سره مخامخ دی او له خپل ځانه د دفاع لپاره به له هر ډول شته وسیلو او امکاناتو ګټه واخلي.
پوتین د چارشنبې په ګهیځ یوه تلوېزیوني وینا کې وویل: "که د هېواد یووا لی مو له ګواښ سره مخامخ شي، په ټینګار سره به د روسیې او زموږ د ولس د دفاع لپاره له هر ډول شته وسیلو ګټه واخلو". نوموړي لوېدېځ تورن کړی چې روسیه کمزورې کول، وېشل او ویجاړول غواړي.
همدارنګه د روسیې د دفاع وزیر سرګي شویګو د ښاغلي پوتین له وینا وروسته له مخکې ثبت شوې یوې وینا کې وویل، چې شاوخوا ۳۰۰ زره کسان به د خدمت لپاره واستول شي.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وایي، دا پرېکړه یې ځکه کړې چې د ده په وینا "ازاد و شویو سیمو" کې د خلکو ساتنې لپاره بیړنۍ پرېکړې ته اړتیا ده.
د رویټرز خبري اژانس په حواله پوتين دا هم وويل، د اوکرایين په هغو سيمو کې چې د روسيې تر کنټرول لاندې دي، خلک نه غواړي چې د "نیو - نازيانو" تر چړې لاندې واوسي.

د عکس سرچینه، AFP via Getty
پوتین دغو سیمو کې د ټولپوښتنې د پلانونو په اړه وویل "موږ د دې خلکو ملاتړ کوو". نوموړي د دې نسبتا لنډې وینا پر مهال لویدېځ تورن کړی، چې ګواکې له رو سیې د اټومي باج اخیستو هڅه کوي.
د روسیې ولسمشر زیاته کړه، چې هېواد یې د ده په وینا، د لوېدیځوالو ګواښونو ته د "ځواب ورکولو لپاره ډېرې وسلې" لري.
پوتین وايي، دی باټې نه وهي او له دې سره یې لویدېځوالو ته ګواښ هم وکړ.
بل خوا د اوکرایین هغو سیمو کې چې دمګړۍ د روسي ځواکونو تر کنټرول لاندې دي، د مسکو د پلان له مخې روسیې سره یو ځای کېدو لپاره بېړنۍ ټولپوښتنه په کې ترسره کېږي.
پلان داسې دی چې په دې اړه پنځو ورځو کې رای اچونه د جمعې پر ورځ د اوکرایین ختیځ کې له لوهانسک او ډونېڅک او سو ېلي زاپورېژیا او خېرسون سیمو کې پیل شي.
دا څلور سیمې چې رویټرز خبري اژانس وايي د هنګري هومره کېږي، د اوکرایین د خاورې ۱۵ سلنه برخه جوړوي.
د ټول پوښتنې دې پلان ته لو ېدیځوالو سخت غبرګونه ښودلي دي.
د بریتانیا غبرګون

د عکس سرچینه، Reuters
د پوتین خبرو ته تازه غبرګون کې د بریتانیا د دفاع وزیر بېن والېس ویلي، د اوکرایین د جګړې ملاتړ ته د پوځي ریزرو رابللو په باب د پوتین پرېکړه ددې څرګندويي کوي چې د هغه یرغل ناکام دی.
هغه پر ټویټر د دفاع وزارت له لوري خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي: "ده (پوتین) او د ده دفاع وزیر په لسګونو زه خپل هېوادوال د مرګ لپاره لېږلي، په ناسم ډول تجهیز او په بد ډول رهبري شوي دي".
"هېڅ ډول ګواښونه او تبلیغات دا حقیقت نشي پټولی چې اوکرایین دا جګړه ګټي،نړیواله ټولنه سره یو موټی ده او روسیه په نړیواله کچه منزوي شوې ده".



















