پوتین له روسیې سره د کریمیا یو ځای کېدل وستایل

Vladimir Putin at the Luzhniki

د عکس سرچینه، Kremlin Pool/EVN

د خپرېدو وخت

په داسې حال کې چې د اوکرايين په بېلابېلو سيمو کې د روسيې له خوا ځمکني او هوايي بريدونه روان دي د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین په پلازمېنه مسکو کې د لوژنیکي په لوبغالي کې لسګونو زرو خلکو ته وینا وکړه.

نوموړي د روسیې له خوا د کریمیا د لاندې کولو اتمې کلیزې په مناسبت یوې غونډې ته وویل، په اوکرایین کې د روسیې د "ځانګړو عملیاتو" موخه د دې هېواد د خلکو له "نسل وژنې" ژغورل دي.

نوموړي وويل، "تر ټولو ښه ثبوت دا دی چې څرنګه اوږه په اوږه زموږ ځوانان په دې ځانګړو پوځي عملياتو کې جنګېږي. که اړتيا وي دوی د جګړې په ډګر کې د خپل ځان په بیه له يوه بله دفاع کوي. موږ د اوږدې مودې لپاره داسې يووالی نه و ليدلی".

له روسیې سره د اوکرایین کریمیا سیمې یو ځای کولو اتمې کلیزې په مناسبت د مسکو لوژنیکي لوبغالي کې زرګونو خلکو ځانګړي مراسم ولمانځل او په ښوونځیو کې په دې مناسبت ځانګړی درس ورکول کېږي.

ولسمشر ولادیمر پوتین په دې مراسمو کې په ځانګړې توګه د خلکو په منځ کې راڅرګند شو.

دولتي مامورین وايي، دوی ته ویل شوي وو، چې باید دې مراسمو کې ګډون وکړي.

د روسیې په ښوونځیو کې په همدې مناسبت د کریمیا پسرلی په نامه ځانګړمضمون لوستل کېږي.

چارواکي د مسکو په لوبغالي کې د ګډونوالو شمېر ۲۰۰ زره کسان یادوي، خو دا شمېر خپلواکو سرچینو نه دی تایید کړی.

په دې لوبغالي کې د ۸۱ زره کسانو کېناستو ځای شته، خو له لوبغالي بهر هم خلک ولاړ وو.

ولسمشر پوتین د روسي ځواکونه وستایل چې د ده په خبره د روسیان یې یو موټی ساتلي دي. نوموړي وویل:

نوموړي دغه راز هغه جعلي ادعا تکرار کړه، چې روسي پوځيانو د اوکرایین په ختیځ کې خلک له توکموژنې ژغورلي دي.

هغه لوبغالی ښاغلي پوتين په کې خبرې کولې د روسیې په بیرغونو او د (Z) توری چې د اوکرایین جګړې د ملاتړ سمبول دی سینګار شوی و.

په عيني حال کې د اوکرایین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي وايي، د روسیې توغندیو جنوب کې د ماریوپول په محاصره شوي ښار کې د ملکي وکړو د خوندي ايستلو او د بشري دهليزونو پر وړاندې خنډ رامنځ ته کړی دی.

ښاغلي زیلینسکي ملت ته په خپله وروستۍ وینا کې وویل، په سلهاو لا هم د هغه تیاتر تر لاندې بند پاتې دي چې د پنجشنبې په ورځ پرې چاودنه شوې وه.

ښاغلي زیلینسکي وویل چې اوکرایین ته د لویدیځو وسلو رسول خورا ورو دي او زیاته یې کړه، "موږ ځینو لوېدیځو مشرانو ته یو ځل بیا یادونه کوو چې که اوکرایین پرمختللې وسلې ترلاسه نه کړي، دا به د دوی لپاره اخلاقي ماتې وي."

ښاعلي زيلينسکي دغه خبرې په داسې حال کې کړې چې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې خبرداری وکړی چې په اوکرايين کې بشري کړکېچ په چټکۍ مخ په زياتېدو دی او وايي وضعيت به نور هم خراب شي.

دغه اداره وايي، "د ماریوپول او سومي په څېر ښارونو کې بشري وضعیت خورا خراب دی، او اوسېدونکي د خوړو، اوبو او درملو له سخت او احتمالي وژونکي کمښت سره مخ دي."

جو بايډن

د عکس سرچینه، White House

بل پلو د امريکا ولسمشر جو بایډن چین ته د اوکرايین په جګړه کې د روسیې د ملاتړ د پایلو په اړه خبرداری ورکړ.

جو بایډن او د هغه د چینایي سیال شي جین پینګ ترمنځ د دوه ساعته ویډیويي خبرو زيات جزیات نه دي خپاره شوي، خو سپینې ماڼۍ ویلي چې ښاغلي بایډن د اوکراین او خلکو په وړاندې په جګړه کې د روسیې لپاره د چین د عملي ملاتړ په اړه څرګندونې کړې دي.

په همدې حال کې د چین د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د چین ولسمشر په دې خبرو کې ټینګار کړی چې واشنګټن او بیجینګ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د دوو غړیو او د نړۍ د دوو سترو اقتصادونو په توګه باید نه یوازې د چین او امریکا د اړیکو د ښه والي لارښوونه وکړي، بلکې دوی د نړۍ د سولې او سوکالۍ لپاره هم مسووليت لري.