مکسیکو کې د تېرو کلونو دوو مرګونو زلزلو د کلیزې پر ورځ بله زوروره زلزله شوې

د عکس سرچینه، Getty Images
مکسیکو داسې مهال یوه نسبتآ زوروره زلزله شوې چې د دغه هېواد خلکو تېرو کلونو کې پر همدې ورځ (د سپتمبر ۱۹مه) دوو نورو مرګونو زلزلو کې د زرګونو وژل شویو کسانو یاد لمانځه.
د رېښتر په کچه دې ۷ اعشاریه ۶ درجې زلزلې د مکسیکو په لوېدیځو سواحلو کې میچواکان او کولیما ایالتونه لړزولي دي.
چارواکي وايي دې زلزله کې تر دې دمه یوازې د یوه کس مړینه تایید شوې ده.
خو د دغه هېواد ګاونډ کې د امریکا چارواکو د شپې له مخې د مکسیکو لوېدیځو سواحلو کې د څونامي د احتمال خبرداری ورکړی.
د امریکا پاسفیک د څونامي خبرداري مرکز ویلي ښايي د شپې له مخې تر دریو مترو لوړې څپې دا ساحلي سیمې وځپي.
د دې زلزلې مرکز 'لا پلاسیتا دې موراېلوس' ښار ته نږدې د ځمکې تل ۱۵ کیلومترۍ کې ښودل شوی دی.
مکیسکو سیټي کې خلکو ته د وتلو الزامي امر شوی، خو ښاروالې کلوډیا شینبام ویلي تر اوسه د زیانونو رپوټونه نه دي ترلاسه شوي.
تر دې یوازې یو ساعت وړاندې دغه ښار کې د بېړني ناورین پر مهال خوندي ځایونو ته د وتلو تمرینونه ترسره شول.

د عکس سرچینه، AFP
یوې ځايي اوسېدونکې کرینا سوار 'اې اېف پي' خبري اژانس ته ویلي چې ځواکمن او وحشتناک ټاکنونه یې محسوس کړي دي.
د مکسیکو ولسمشر 'اندرېس مانوېل لوپېز اوبراډور' د ټویټ یوه پیغام کې لیکلي چې د میچواکان له والي 'الفرېدو بېډولا' سره غږېدلی او هغه ډاډ ورکړی چې له سیمې یوازې د مالي زیانونو د اوښتلو رپوټونه ترلاسه شوي.
ښاغلي لوپېز اوبراډور څو ساعته وړاندې تېرو کلونو کې پر همدې ورځ د دوو نورو خونړیو زلزلو د قربانیانو په یاد د بیرغ پورته کېدو جوړو شویو مراسمو کې برخه اخیستې وه.
په ۱۹۸۵ کال کې د رېښتر په کچه ۸ درجې زلزلې د مکسیکو پلازمېنه 'مکسیکو سیټي' کې زرګونه کسان وژلي وو.
دې زلزلې همدا راز سلګونه ودانۍ نړولې او له دریو تر څلور میلیارد ډالرو په ارزښت زیان اړولی و.

د عکس سرچینه، AFP/Getty Images
۲۰۱۷ کال کې بیا پر همدې ورځ د ریښتر په کچه ۷ اعشاریه ۱ درجې زلزلې د مکسیکو مرکزي پېوبلا ښار کې لږترلږه ۳۷۰ کسان ووژل.
هغې زلزله کې له ۴۰ ډېرې ودانۍ نسکورې شوې وې.
مکسیکو سیټي کې د یوه ځایی کاروبار مالک ارنیستو لانزیتا دې نیټې ته په اشارې رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې "۱۹م کې خامخا یو څه شته"



















