مکسیکو کې د تېرو کلونو دوو مرګونو زلزلو د کلیزې پر ورځ بله زوروره زلزله شوې

د خپرېدو وخت

مکسیکو داسې مهال یوه نسبتآ زوروره زلزله شوې چې د دغه هېواد خلکو تېرو کلونو کې پر همدې ورځ (د سپتمبر ۱۹مه) دوو نورو مرګونو زلزلو کې د زرګونو وژل شویو کسانو یاد لمانځه.‌

د رېښتر په کچه دې ۷ اعشاریه ۶ درجې زلزلې د مکسیکو په لوېدیځو سواحلو کې میچواکان او کولیما ایالتونه لړزولي دي.

چارواکي وايي دې زلزله کې تر دې دمه یوازې د یوه کس مړینه تایید شوې ده.

خو د دغه هېواد ګاونډ کې د امریکا چارواکو د شپې له مخې د مکسیکو لوېدیځو سواحلو کې د څونامي د احتمال خبرداری ورکړی.‌

د امریکا پاسفیک د څونامي خبرداري مرکز ویلي ښايي د شپې له مخې تر دریو مترو لوړې څپې دا ساحلي سیمې وځپي.‌

د دې زلزلې مرکز 'لا پلاسیتا دې موراېلوس' ښار ته نږدې د ځمکې تل ۱۵ کیلومترۍ کې ښودل شوی دی.

مکیسکو سیټي کې خلکو ته د وتلو الزامي امر شوی، خو ښاروالې کلوډیا شینبام ویلي تر اوسه د زیانونو رپوټونه نه دي ترلاسه شوي.‌

تر دې یوازې یو ساعت وړاندې دغه ښار کې د بېړني ناورین پر مهال خوندي ځایونو ته د وتلو تمرینونه ترسره شول.

‌یوې ځايي اوسېدونکې کرینا سوار 'اې اېف پي' خبري اژانس ته ویلي چې ځواکمن او وحشتناک ټاکنونه یې محسوس کړي دي.

د مکسیکو ولسمشر 'اندرېس مانوېل لوپېز اوبراډور' د ټویټ یوه پیغام کې لیکلي چې د میچواکان له والي 'الفرېدو بېډولا' سره غږېدلی او هغه ډاډ ورکړی چې له سیمې یوازې د مالي زیانونو د اوښتلو رپوټونه ترلاسه شوي.

ښاغلي لوپېز اوبراډور څو ساعته وړاندې تېرو کلونو کې پر همدې ورځ د دوو نورو خونړیو زلزلو د قربانیانو په یاد د بیرغ پورته کېدو جوړو شویو مراسمو کې برخه اخیستې وه.

په ۱۹۸۵ کال کې د رېښتر په کچه ۸ درجې زلزلې د مکسیکو پلازمېنه 'مکسیکو سیټي' کې زرګونه کسان وژلي وو.

دې زلزلې همدا راز سلګونه ودانۍ نړولې او له دریو تر څلور میلیارد ډالرو په ارزښت زیان اړولی و.

۲۰۱۷ کال کې بیا پر همدې ورځ د ریښتر په کچه ۷ اعشاریه ۱ درجې زلزلې د مکسیکو مرکزي پېوبلا ښار کې لږترلږه ۳۷۰ کسان ووژل.‌

هغې زلزله کې له ۴۰ ډېرې ودانۍ نسکورې شوې وې.‌

مکسیکو سیټي کې د یوه ځایی کاروبار مالک ارنیستو لانزیتا دې نیټې ته په اشارې رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې "۱۹م کې خامخا یو څه شته"