چین کې د قرنتین شویو کسانو بس ټکر له امله ۲۷ کسان وژل شوي

د عکس سرچینه، Getty Images
چین کې د کورونا قرنتین شویو کسانو د بس ټکر له امله ۲۷ کسان وژل شوي دي او ۲۰ نور ټپیان دي.
رپوټونه وايي، دغه بس د یکشنبې پر ورځ په ځايي وخت د شپې ناوخته ۲:۴۰ بجې د چین سویل لویدیځ په ګويژو ایالت کې چپه شوی دی.
د پېښې په اړه نور جزیات نه دي ورکړل شوي، رپوټونو له مخې پېښه هغه مهال رامنځته شوې چې دا کسان بس کې قرنتین لپاره ځانګړو شویو مرکزونو ته لېږدول کېدل.
د چین د قوانینو له مخې، مسافر وړونکي بسونه د شپې له ۲بجو تر ۵ د سهاره لویو لارو کې د ګرځېدو اجازه نه لري خو پېښې وخت ته په کتو داسې ښکاري چې بس چلوونکي قوانین مات کړي.
یوه ښځه چې ادعا کوي په پښه کې د وژل شوي قرباني لور ده وايي:"مور مې ده نیمې میاشتې په کور وه، د پي سي آر له ازموینه پرته بل هېڅ چېرته نه ده تللې، خو ناڅاپه قرنتین کولو لپاره بوتلل شوه او مړه شوه."
ډېرو کسانو د پېښې په اړه خپلې بدې تجربې پر خواله رسینو لیکلي.
یوه کس ویلي، لسګونه مسافر له شاوخوا ۱۲ ساتونو راهیسې بس کې تر فشار لاندې و او د قرنتین مرکز ته تر رسېدو ورته د ډوډۍ خوړلو، تشناب ته تلو، د کړکۍ خلاصولو اجازه نه ورکول کېده.
داسې حال کې چې نړۍ هڅه کوي کورونا سره عادي ژوند وکړي خو چین کې لا هم د کورونا پر وړاندې مبارزه لومړیتوبونو کې ده.
ګویژو کې اوس د کورونا پېښې په زیاتېدو دي، دغه ایالت کې د شنبې پر ورځ ۷۱۲ مثبتې پېښې ثبت شوي دي چې د چین اویا سلنه ټولې پېښې جوړوي.
چین د کرونا وبا پر وړاندې د مبارزې صفر پالیسي غوره کړې او هڅه کوي دغه هېواد په بشپړ ډول د کرونا له ګواښه پاک کړي.
له دغې پېښې وروسته د حکومت صفر پالیسۍ پر وړاندې د خلکو غوسه راپارېدلې او پر حکومت نیوکې کوي.
د چین چارواکو ویلې دا پېښه روان کال کې په دغه هېواد کې تر ټولو خونړې ترافیکي پېښه ده.
کورونا په ۲۰۱۹ کال کې د لومړي ځل لپاره د چین په ووهان کې پیدا شوه او ډېر ژر په ټوله نړۍ کې خپره شوه.
دغې ناروغۍ په نړۍ کې میلیونونه کسان ووژل او ګن شمېر نور پرې اخته شول.




















