هند کې د ښځو او مسلمانانو عاید ولې کم دی؟

د عکس سرچینه، Getty Images
په یوه تازه رپوټ کې ویل شوي، که هندۍ ښځې د تجربې او تعلیم له پلوه د خپلو نارینه هېوادوالو سره برابرې هم وي، د کار او روزګار په بازار کې یې عاید د نارینه وو همکارانو پرتله کم دی.
د اکسفام انډیا ادارې په رپوټ کې د استخداموونکو او ټولنې تعصبي رویه د ښځو کم عاید لامل بلل شوې. په رپوټ کې دغه راز ویل شوي، چې د ځینو نورو ټولنو کسان هم د تبعیض ښکار دي چې څنډې ته شوي دي. په دې کې د هند توکمیز نظام له مخې د ټیټ ټولنیز حیثیت لرونکي توکم کسان، قبایلي خلک او هندي مسلمانان هم شامل دي.
د هند اکسفام ټولنې اجرایوي مشر امیتاب بیهار په دې هکله وايي: ''په کاري بازار کې تبعیض دا دی، چې د وړتیا لرونکي کسانو سره د ټولنیز حیثیت له کبله بل ډول چلن کېږي. له ښځو یا لږکیو سره بې انصافۍ یوازې د تعلیمي محرومیت یا تجربې لږوالي له کبله نه ده، بلکې د تبعیض له کبله ده. ''

د عکس سرچینه، Getty Images
اکسفام څېړونکو له ۲۰۰۴ کاله بیا تر ۲۰۲۰ کاله پورې دندو، عاید، روغتیايي اسانتیاوو، او کرنیز پور ته د لاسرسي لړ کې د بېلا بېلو توکمیز هویت لرونکو کسانو هغه شمېرې څېړلې، چې حکومت راټولې کړې دي او بیا یې د خلکو تر منځ د تبعیضي چلن کچه پرتله کړې.
د څېړنې پایله کې معلومه شوې، چې په اوسط ډول نارینه هره میاشت د ښځو پرتله ۴۰۰۰ روپۍ زیات عاید لري، غیر مسلمانان د مسلمانانو پرتله ۷۰۰۰ روپۍ زیات عاید لري او د ټیټ حیثیت لرونکي توکمونو خلک یا قبایلي هندیان د نورو پرتله هره میاشت پنځه زره روپۍ کم عاید لري.
په هند کې له ښځو سره د وضعیت په هکله اندېښنې ډېرې دي، هر کال په دې هېواد کې سلګونه زره ښځې داسې حمل ضایع کوي، چې ماشومانې یې په نس وي او له همدې کبله د نارینه او ښځینه ماشومانو زېږېدو تر منځ انډول هم خورا ناوړه بڼه غوره کړې ده. دغه راز د هند په کاري ځواک کې هم د نارینه وو او ښځو تر منځ خورا زیات توپیر شته، چې د ښځو شمېر پکې د نارینه وو پرتله خورا کم دی.

د عکس سرچینه، Getty Images
د هند حکومتي شمېرو له مخې ۲۰۲۱- ۲۰۲۰ کلونو کې د هند کاري ځواک یوازې ۲۵ سلنه ښځې وې، چې نه یوازې د برازیل، روسیې، چین او سویلي افریقا پرتله پاموړ کموالی ښيي، بلکې خپله د هند ۲۰۰۵-۲۰۰۴ کاري ځواک پرتله هم کم شمېر دی، چې ۴۲ اعشاریه اووه تنو ته رسېد. اکسفام مسوولین په داسې حال کې دا توپیر د اندېښنې وړ بولي، چې هند د اقتصاد په ډګر کې پاموړ پرمختګ کوي.
دوی د کورونا وبا مخنیوي قرنطین هم له کاري ځواکه د ښځو شمېر کمېدو یو لامل بولي. د رپوټ له مخې د ګڼ شمېر سوادلرونکو هندیو ښځو د دندو نه کولو یو لوی لامل د کور چارو سبمالول او ټولنیز حیثیت هم دی. په رپوټ کې ویل شوي، د ښځو تر څنګ ټیټ حیثیت لرونکي 'دلت ' توکمه، قبایلي هندیان او هندي مسلمانان هم د دندو موندلو، ژوند چارو او کرنیزو پورونو په ترلاسه کولو کې له پرلپسې تبعیض سره مخامخ دي.
رپوټ کاږي، د کووېډ - ۱۹ وبا خپرېدو په لومړیو شپو - ورځو کې د بې روزګاره هندي مسلمانانو شمېر کې ۱۷ سلنه زیاتوالی راغلی. ښاغلی بیهار زیاتوي په هند کې تبعیض نه یوازې له اقتصادي او ټولینز پلوه، بلکې له اقتصادي پلوه هم ټولنې ته ناوړه عواقب لري. نوموړي له حکومت، سیاسي ګوندونو، پالیسۍ جوړونکو او مدني فعالانو غوښتي چې په ګډه کار وکړي، چې له هندۍ ټولنې تبعیض ورک شي.



















