طالبان: مولانا مسعود اظهر افغانستان کې نشته؛ رسنۍ دې ناسم تبلیغات نه کوي

مسعود اظهر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، مولانا مسعود اظهر د هند کشمیر کې پر هندي پوځیانو د ګڼو بریدونو مسؤل بلل کېږي
د خپرېدو وخت

افغانستان کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت هغه رپوټونه رد کړي چې ګواکې د پاکستان سخت دریځې مذهبي ډلې 'جیش محمد' مشر مولانا مسعود اظهر په افغانستان کې دی.

د سه شنبې پر ورځ یو شمېر پاکستاني رسنیو خبر خپور کړ چې ګواکې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له افغان طالبانو غوښتي چې مولانا مسعود اظهر دې پاکستان ته وسپاري.

وروسته یو شمېر هندۍ ورځپاڼو هم د پاکستانۍ رسنیو په حواله همدا خبره وکړه،‌ خو په هېڅ رپوټ کې د دې خبر رسمي سرچینه نه وه مالومه.

د پاکستان حکومت هم رسماً نه ده منلې چې ګواکې د مولانا مسعود اظهر په اړه یې له افغان طالبانو سره خبرې کړې دي.

د چارشنبې پر ورځ د افغان طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، دوی د هېڅ هېواد د دولت مخالفو وسلوالو ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان پر خاوره فعالیت وکړي.

ښاغلي‌ بلخي زیاته کړې: "پر ټولو اړخونو غږ کوو چې بې له کومو شواهدو او اسنادو په داسې مواردو کې له بې ځایه تورونو ډډه وکړي. دا ډول رسنیز تورونه پر دوو اړخيزو اړيکو منفي اغېز لرلای شي.

مولانا مسعود اظهر څوک دی؟

هند

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، هند بیا بیا له پاکستان غوښتي چې مولانا مسعود اظهر ور وسپاري

د جیش محمد ډلې مشر مولانا مسعود اظهر هندي کشمیر کې د ګڼو بریدونو مسؤل بلل کېږي او څو کاله هند کې زنداني و، چې بیا ۱۹۹۹ کال کې د یوې هندۍ الوتکې یرغمل کېدو پایله کې له دوو نورو ملګرو عمر سعید شیخ او مشتاق زرګر سره یو ځای خوشی شو.

د ۲۰۰۰ کال په جنورۍ کې مسعود اظهر د پاکستان کراچۍ ښار کې د یوه لاریون پر مهال د جیش محمد په نامه خپله نوې ډله اعلان کړه. ۲۰۰۱ کال اکتوبر کې د کشمیر پر ایالتي پارلمان برید وشو، چې ۳۰ کسان پکې ووژل شول او پړه یې پر جیش محمد واچول شوه.

له هغه وروسته ۲۰۰۱ کال کې پلازمېنه ډیلي کې د هند پارلمان پر ودانۍ له بریده نیولې په ۲۰۰۲ کال کې پاکستان کې د امریکايي خبریال ډنیل پرل تر وژنې پورې پېښو کې د پړې ګوته جیش محمد ته ونیول شوه.

هند، برتانیا او امریکا ډېر ژر جیش محمد ترهګره ډله وبلله او له هغه وروسته د ۲۰۰۲ کال جنورۍ کې د پاکستان پوځي واکمن پروېز مشرف هم دغه ډله ناقانونه اعلان کړه او مسعود اظهر یې کور کې نظر بند کړ. خو دې سره هم د مسعود اظهر فعالیتونه روان وو او د (خادم الاسلام) په نامه یې ډلې د ده په مشرۍ فعالیت کاوه.

هند څو ځله له پاکستانه غوښتي چې مسعود اظهر ور وسپاري، خو پاکستان وايي، د نوموړي خلاف ثبوتونه نشته او هند ته یې له سپارلو انکار کړی.

له هغه وروسته چې ملګرو ملتونو جیش محمد (ترهګره) ډ‌له وبلل، هند د نړیوالو ترهګرو په نوملړ کې د مسعود اظهر نوم شاملولو غوښتنه هم کړې، خو د پاکستان دوست هېواد چین یې مخالفت کړی.

نوموړي په دې وروستیو کلونو کې د پاکستان حکومت پر ضد هم پراخ لاریونونه وکړل او بلاخره پاکستاني چارواکي مجبور شول چې په کور کې یې نظر بند کړي.