ایران ته د اروپايي ډيپلوماټانو خبرداری؛ پر اټومي تړون خبرې هم پای لري

د خپرېدو وخت

اروپايي ډيپلوماټانو پر ایران غږ وکړ چې له دغه هېواد سره د اټومي تړون خبرې بې پایه نه دي.

د ایران او شپږو قدرتونو اټومي خبرې دې تړون ته د امریکا د بیا ستنېدلو او د تړون پر ژمنو د ایران د بیا درېدو لپاره له دریو میاشتو راهیسې روانې دي.

د امریکا پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ خپل هېواد د ۲۰۱۸ کال اپرېل کې له اټومي تړون واېست او پر ایران یې سخت بندیزونه ولګول.

د ټرمپ اداره هیله منه وه چې دې فشار سره به ایران نوي تړون ته اړ کړي، خو تهران د واشنګټن شرطونه ونه منل او ګام په ګام یې پخپله هم د اټومي تړون ژمنې کمې کړې.

امریکا کې د جو بایډن ولسمشر کېدو پسې اټومي تړون ته د واشنګټن او تهران د ستنلو لپاره خبرې پیل شوې.

رویټرز خبري اژانس- چې ایران ته یې د اروپایانو خبرداری رپوټ کړی- د دوو ډيپلوماټانو له خولې لیکلي، چې د لسو ورځو لپاره خبرې ځنډول شوې دي.

جرمني، بریتانیا او فرانسه د ایران او امریکا ترمنځ منځګړتوب کوي او دې خبرو کې تهران او واشګنټن مخامخ ښکېل نه دي.

دغو درې هېوادونو خبریالانو ته لېږلي یادښت کې لیکلي: "لکه مخکې مو چې ویلي وو، وخت د یوه لوري په ګټه هم نه دی، دا خبرې هم بې پایه نه دي."

اروپایان وايي، د ستونزو د حل لپاره اوږده لار پرته ده.

امریکا څه وايي؟

د امریکا د ملي امنیت سلاکار جېک سالیوان له اې بي سي تلوېزون سره مرکه کې ویلي: "سره له دې چې د بندیزونو او د ایران د ژمنو په څېر مهمو مسلو کې اوږده لار پاتې ده، خو پر سمه لار روان یو او باید وګورو چې د ایران مشران سختو پرېکړو ته چمتو دي که نه."

د ایران ټاکنو کې د ابراهیم رییسي بریالیتوب سره ډېر اټومي تړون ته د ایران له ستنېدو ناهیلي شوي دي.

ښاغلی رییسي د ایران ښی لاسی سیاستوال دی.

که څه هم هغه اټومي تړون ته د ستنېدو خبره کړې، خو ډېری باور لري چې دا تړون به ونه شي.

خو جېک سالېوان وايي، امریکا دې برخه کې اندېښمنه نه ده، ځکه د ولسمشر په ځای د ایران مذهبي مشر دې برخه کې پرېکړه کوي.

په دا مهال د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مسوول ژوزپ بورل خبریالانو ته ویلي، "تړون ډېر نږدې دی" او زیاتوي دې خبرو کې وخت هم پای ته رسېږي.

هغه زیاته کړه، "موږ ډېره سیاسي پانګونه وکړه، ځکه هیله لرم چې د ایران ټاکنې د دې خبرو د زیانمنولو سبب نه شي. "