روسیه هنګري کې دوه ریکټرونه جوړوي

پکس اټومي بټۍ - انځور د ۱۹۹۰ کال دی

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، پکس اټومي بټۍ - انځور د ۱۹۹۰ کال دی
    • Author, الیس ډیویس
    • دنده, بي بي سي نيوز
  • د خپرېدو وخت

د هنګري د بهرنیو چارو وزارت منلې چې په اتومي انرژۍ کې یو لوی متخصص روسي شرکت (روساټوم) راتلونکو څو اونیو کې مجارستان کې دوې نوې اتومي بټۍ پرانیزي.

د دې هوکړې موخه -چې د روسیې او په اروپايي ټولنه کې د غړي هېواد ترمنځ په ۲۰۱۴ کال کې شوې وه -دا ده چې اوسنۍ (پکس) اتومي بټۍ پراخه کړي.

د ویلو ده چې پر اوکرایین د روسیې د خونړۍ جګړې له کبله بندیزونو کې د روسیې اتومي صنعت له دې بندیزونو معاف دی.

پکس بټۍ اوس د هنګري د اړتیا وړ څلوېښت سلنه برېښنا تولیدوي.

د هنګري د بهرنیو چارو وزارت پیټر سیارتو پر فیسبوک لیکلي: "پرېږدئ چې دا بټۍ جوړه شي".

دا اتومي بټۍ به - چې په روسیه کې له څلورو ریکټرونو جوړه ده - اضافه ریکټرونه ولري چې تر نیمايي به یې د انرژۍ خپل تولید زیات شي.

سیارتو وايي "دا یو لوی ګام دی او مهمه نښه ده".

د هنګري د بهرنیو چارو وزیر ویلي: "په دې طریقه به د اوږدمهال لپاره د هنګري د برېښنا اړتیاوې پوره کړو او د هنګري وګړي به د انرژۍ د بیو د لوړوالي له ستونزو وژغورو".

دی وايي، نوې اټومي بټۍ به ښايي تر ۲۰۳۰ کال پورې خدماتو ته چمتو شي.

روسیې ددې لانجمنې پروژې د ډېری برخې تمویل پر غاړه اخیستی او لګښت یې ۱۲،۴ میلیارد ډالرو ته رسېږي.

پر اوکرایین د روسیې د جګړې له پیلېدو راهیسې، ګڼو اروپايي هېوادونو هڅه وکړه چې د روسیې پر سونتوکو تکیه راکمه کړي.