د ترکیې یوه سندرغاړې د مدرسو په هکله د ټوکې له کبله نیول شوې

د عکس سرچینه، Reuters
- Author, الیکس بینلې
- دنده, بي بي سي
- د خپرېدو وخت
ترکیې کې یوه سندرغاړې ګلسن نیول شوې او تور پرې لګېدلی چې د مذهبي مدرسو په هکله یې داسې ټوکه کړې، چې کرکه ورسره خپره شوې ده.
نوموړې په دې هکله اپریل میاشت کې د خپلې موسیقۍ ډلې یوه غړي پورې داسې ټوکه کړې وه او هغه ته یې ویلي و، چې ځکه 'منحرف ' شوی چې دیني مدرسې ته تللی و.
که څه هم دا ټوکه پخوانۍ ده، خو په دا وروستیو کې پر انټرنېټ ډېره لاس پر لاس شوې او د محافظه کارو له لوري پرې نیوکې شوې دي.
معترضین دا د ولسمشر رجب طیب اردوګان له لوري د راتلونکي کال له ټاکنو مخکې د رایو ترلاسه کولو هڅو یوه برخه بولي.
له نیول کېدو مخکې ګلسن چې په ترکیې کې د مډونا په نامه هم یادېږي، پر خواله رسنیو د خپلو څرګندونو له کبله بخښنه وغوښته او په وینا یې هغو کسانو یې خبرې اړولې چې ''غواړي په ټولنه کې اختلافونه رامنځته کړي. ''
نوموړې پر خواله رسنیو انسټاګرام او ټویټر په دې هکله لیکلي په داسې حال کې چې ''د بیان ازادۍ دفاع '' کوي، د همکارانو تر منځ د خپلې ټوکې له کبله له هغو ټولو بخښنه غواړي ''چې احساسات یې زیانمن شوي وي. ''
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوګان چې اې کې ګوند یې لومړی ځل شل کاله مخکې واکمن شو، له هغو کسانو یو دی، چې د امام هاتف دیني مدرسه کې یې زدکړې کړې.
دا مدرسه د دې لپاره تاسیس شوې وه، چې فارغین یې د مبلغینو او ملاامامانو په حیث مسوولیت ترسره کړي. د حکومت ګڼ شمېر نور چارواکي هم د دې مدرسو زدکونکي پاتې شوي دي.
یاده سندرغاړې چې بشپړ نوم یې ګلسن کولاکوګلو دی، له دې مخکې د خپلو کالیو او ایل جي بي ټي حقونو ملاتړ له کبله له نیوکو سره مخامخ شوې ده.
د دې ۴۶ کلنې سندرغاړې څرګندونو په ترکیې کې په پراخه کچه د نظر اختلاف رامنځته کړی دی.
که یوه لور ته د حکومت پلویان او محافظه کار کسان د نوموړې څرګندونې 'بې ادبي ' بولي، نو بل پلو لیبرال او د اپوزېسیون پلویان بیا د دې نیول کېدل نامناسبه او ارتجاعي کړنه بولي.




















