اردوغان ترکیه کې د فرانسوي توکو د بایکاټ غوښتنه وکړه

د عکس سرچینه، Getty Images
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د دوشنبې په ورځ( د اکټوبر ۲۶) پر فرانسه او د دغه هېواد پر ولسمشر ایمانویل مکرون له سختو نیوکو سره پر خپلو خلکو غږ کړی چې له فرانسوي توکو سره پرېکون وکړي.
ښاغلي اردوغان زیاته کړه: خپلو هېوادوالو ته وینا هیڅکله هم د فرانسوي نښو تبلیغ ونه کړئ او فرانسوي تولیدات مه اخلئ، هماغسې لکه فرانسه کې چې ویل شوي د ترکیې تولیدي کالي مه اخلئ.
نوموړي په غوسه پر خپل فرانسوي انډول ایمانویل مکرون نیوکه وکړه چې ویلي یې دي ''موږ به له کاریکاتورانو لاس په سر نه شو ''.
په یوه تلویزوني وینا کې ولسمشر اردوغان پر نړیوالو مشرانو غږ وکړ چې "که فرانسه کې مسلمانان ځپل کېږي" مسلمانان دې خوندي کړي.
تر دې وړاندې هم د ترکیې ولسمشر ویلي و چې ښاغلی مکرون اړتیا لري چې د خپل رواني وضعیت معاینات وکړي.
د ښاغلي اردوغان له دې څرګندونو وروسته فرانسې له ترکیې نه خپل سفیر د خبرو لپاره وروغوښت.
د پاکستان او ایران په ګډون د ځینې نورو هېوادونو چارواکو هم د ولسمشر مکرون څرګندونې غندلې دي.
افغان طالبانو هم د ولسمشر مکرون خبرې غندلې او هغه یې د ملتونو ضد دریځ بللی دی.
له عرب ملتونو د فرانسې غوښتنه

د عکس سرچینه، Reuters
له دې مخکې د فرانسې تولیدات د کویټ، اردن او قطر له ځینې هټیو لرې کړل شوي دي.
په دا مهال لیبیا، سوریه او غزه تراړه کې هم مظاهرې شوې دي.
خو په ځواب کې د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر د منځني ختیځ پر هېوادونو غږ وکړ چې د اسلام د پېغمبر محمدص د کارتون ښودلو دفاع کې د ولسمشر مکرون د څرګندونو له امله د دغه هېواد توکي بایکاټ نه کړي.
د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر وايي، د دې شلون یا بایکاټ غږ هم "لږکیو توندلارو" کړی دی.
دا پرمختیا له هغه وروسته ده چې د فرانسې ولسمشر د هغه ښوونکي دفاع وکړه چې ښوونځي کې د محمد ص د کارتون له ښودلو وروسته ووژل شو.
ولسمشر وویل، "ښوونکی سامیول پېټي ځکه ووژل شو چې اسلامستان زموږ پر راتلونکي ولکه غواړي، خو فرانسه به خپل کارتون ''د پېِغمبر کارتون '' نه پرېږدي."
نوموړي دا هم وویل، چې اسلام دین ټوله نړۍ کې "د کړکېچ دین" دی او د نوموړي حکومت به ډیسمبر کې د مذهب او دولت بېلولو لپاره د ۱۹۰۵ کال قانون نور هم پیاوړی کړي.
د یکشنبې په ورځ ښاغلي مکرون بیا د فرانسوي ارزښتونو دفاع کې وویل: "موږ به هیڅکله هم تسلیم نه شو."
د فرانسوي توکو بایکاټ

د عکس سرچینه، Reuters
د یکشنبې په ورځ د اردن، قطر او کویټ کې لویو مارکېټونو له خپلو المریو فرانسوي توکي لرې کړل.
کوېټ کې یوه لویه سوداګریزه ټولنه وايي، دا کار یې ځکه کړی چې فرانسه کې بیا بیا د اسلام د پېغمبر سپکاوی کېږي.
عرب نړۍ کې تر ټولو لوی اقتصادي هېواد سعودي کې هم د فرانسوي توکو د بایکاټ هشتګ دویم نمبر کې ټرېنډ دی.
پاکستان کې هم د فرانسوي توکو د بایکاټولو هشټګ پیل شوی دی.



















