اوکرایین: پر ریل تم ځای د روسیې برید کې ۲۵ کسان وژل شوي

د عکس سرچینه، Reuters
اوکراییني چارواکي وايي، د ریل ګاډي پر یوه تم ځای د روسي ځواکونو راکټي برید له کبله ۲۵ کسان وژل شوي دي. دا برید پر اوکرایین د روسیې یرغل له شپږ میاشتو پوره کېدو سره هممهاله شوی دی.
چارواکي وايي، د برید پنځه قربانیانیان په ختیځ ښارګوټي چاپلین کې په یوه ګاډي کې سوځېدلي او وژل شوي دي. دې برید کې یو ۱۱ کلن هلک هم وژل شوی دی.
د اوکرایین ولسمشر ولودیمر زېلینسکي د دې برید اعلان د ملګرو ملتونو امنیت شورا د غونډې پر ترڅ کې وکړ.
نوموړي وویل، برید کې ۵۰ کسان ټپیان شوي دي. روسیې تر اوسه په دې هکله هېڅ نه دي ویلي. خو روسي چارواکو له دې مخکې په تکرار سره پر ملکي خلکو له برید کولو انکار کړی دی.
ښاغلي زېلینسکي وویل، د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د وینا چمتوالي پر مهال د دنیپوروپتروڅک سیمې چاپلین ښارګوټي د دې برید په هکله معلومات ورکړل شوي دي.
نوموړي په دې هکله خپلو خبرو کې زیاته کړه: ''روسیې د امنیت شورا غونډې ته داسې چمتوالی کړی... پر څلورو هغو واګنونو اوس اور بل دی، چې مسافر لېږدوي، د مرګژوبلې شمېر ښايي زیات شي. ''
په تېره اپریل میاشت کې پر یوه بل ریل تم ځای د ورته برید له کبله تر پنځوسو ډېر کسان وژل شوي وو. اوکرایین چهارشنبه د خپلواکۍ تر لاسه کولو د جشن په توګله لمانځله او ولسمشر زېلينسکي مخکې ویلي و، ښايي روسیه داسې څه 'ظالمانه ' وکړي چې دا مراسم ګډوډ کړي.
له دې مخکې نوموړي پر روسي ځواکونو تور پورې کړ، چې د زاپوریژیا اتومي انرژۍ بټۍ یې د 'جګړې پر ډګر ' بدله کړې، دغه بټۍ او د اروپا خلک یې له خطر سره مخامخ کړي او ''ټوله نړۍ یې د اتومي وړانګو خپرېدو غمېزې له احتمالي خطر سره مخامخ کړې ده. ''

د عکس سرچینه، Reuters
بل لور د ملګرو ملتونو عمومي منشي د امنیت شورا همدې غونډې ته وینا کې وویل، دا 'بې مسوولیته ' جګړه ښايي په اوکرایین او روسیې دواړو هېوادونو کې میلیونونه انسانان له سختې بې وزلۍ سره مخامخ کړي.
د نړۍ په لر او بر کې د اوکرایین خپلواکۍ ورځې په مناسبت غونډې شوې او خلکو له اوکرایین سره د خپل ملاتړ اعلان کړی.
د بریتانیا لومړی وزیر بوریس جانسن په یوه نااعلان شوي سفر اوکرایین ته له رسېدو وروسته په پلازمېنه کیېف کې راڅرګند شو او د خپل هېواد له لوري یې له اوکرایین سره د ۶۳ نیم میلیونه ډالرو پوځي مرستې اعلان وکړ.




















