تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
برازیل کې د امپراتور 'دوم پېدرو' مومیایي زړه نندراې ته ایښودل کېږي
برازیل له پورتګال د خپلواکۍ اخیستو د ۲۰۰مې کلیزې د لمانځلو په مناسبت د خپل لومړي امپراتور 'لومړي دوم پېدرو' مومیايي شوی زړه پلازمېنې برازیلیا ته وروړی دی.
دا زړه چې له فورمالدېهاد کیمیاوي موادو یوه ډک ښیښه یي لوښي کې ساتل کېږي، یوه پوځي الوتکه کې له پورتګال برازېل ته وړل شوی.
ټاکلې د برازیل حکومت د خپل لومړي امپراتور زړه ته د پوځي مراسمو درناوی وړاندې کړي او بیا یې بهرنیو چارو وزارت کې عامې نندارې ته کېږدي.
د دوم پېدرو زړه به د برازیل د خپلواکۍ ورځې له مراسمو وروسته بېرته پورتګال ته وګرځول شي.
دا مومیایي زړه د پورتګال پورتو ښار کې ساتل کېږي او د برازیل د خپلواکۍ د دویمې پېړۍ په ویاړه یې دغه هېواد ته له لنډمهاله لېږدول کېدو سره موافقه شوې.
د پورتو ښاروال روي موریرا هم دغه زړه سره د برازیل د هوايي ځواک الوتکه کې برازیلیا ته تللی دی.
د برازیل بهرنیو چارو وزارت د پروتوکول مسوول 'الان کوهېلهو دې سېلوس' ویلي "دغه زړه ته به د هېوادمشر په توګه هرکلی وشي، داسې چلن به ورسره کېږي چې ګوندې دوم پېدرو لا هم ژوندی او زموږ منځ کې دی."
هغه زیاته کړې چې د امپراتور د زړه په ویاړ به د توپونو ډزې وشي، د تشریفاتو قطعه به د درناوي پریټ وړاندې او همدا راز ملي او د خپلواکۍ سرودونه وغږول شي.
لومړی پېدرو په ۱۷۹۸ کال د پورتګال شاهي کورنۍ کې زېږېدلی چې هغه مهال یې پر برازیل هم واکمني چلوله.
دا کورنۍ وروسته د ناپلیون له یرغلګرو لښکرو خپلې دې مستعمرې ته وتښتېده.
کله چې د پېدرو پلار 'پاچا پنځم جان' په ۱۸۲۱ کال پورتګال ته ستنېده نو خپل ۲۲ کلن زوی یې د برازیل واکمنۍ ته پرېښود.
دغه ځوان نایب السلطنت یوه کال وروسته د پورتګال پارلمان د دې غوښتنې پر وړاندې ودرېد چې د برازیل د ښکېلاک دوام یې غوښت او خپل پلرني هېواد ته یې د ستنېدو امر هم رد کړ.
هغه د ۱۸۲۲ کال د سپتمبر په ۷مه د برازیل د خپلواکۍ اعلامیه صادره کړه او لنډه موده وروسته د اپراتورۍ تاج ور پر سر شو.
نوموړي په ۱۸۳۱ کال د برازیل د واک واګي خپل زوی دویم 'دوم پېدرو' ته وسپارل او پخپله د دې لپاره پورتګال ته ستون شو چې تاج او تخت ته د خپلې لور د رسولو حق لپاره مبارزه وکړي.
لومړی پېدرو په ۳۵ کلنۍ کې له نري رنځ یا تبرکلوزه ومړ.
خو هغه د مرګ پر بستر وصیت کړی و چې زړه دې یې تر مړینې وروسته پورتو ښار ته یوړل شي، چې تر اوسه هم هلته د یوې کلیسا محراب کې ساتل کېږي.
د لومړي دوم پېدور جسد په ۱۹۷۲ کال د برازیل د خپلواکۍ د ۱۵۰مې کلیزې په ویاړ دغه هېواد ته ولېږدل شو او تر اوسه هلته د ساو پاولو ښار یوه سړخونه کې ساتل کېږي.