سوېلي کوریا کې یو ځل بیا د ماشوم د زېږون ټیټه کچه ثبت شوه

د خپرېدو وخت

سوېلي کوریا یو ځل بیا په نړۍ کې د ماشوم د زېږون تر ټولو ټیټه کچه ثبت کړې چې دا د دغه هېواد په تاریخ کې تر ټولو ټیټه کچه یاده شوې.

لومړیو کې سوېلي کوریا کې ۲۰۱۸ کال کې هرې مور ۱ ماشوم زېږاوه او دا کچه له هغې وروسته لا پسې راټیټه شوه.

خو د چهارشنبې پر ورځ د دولت په خپرو شویو ارقامو کې ښودل شوي چې دا شمېر ۰،۸۱ ته راټیټ شوی دی چې د تېر کال پرتله کموالی پکې لیدل کېږي.

د نړۍ په پرمختللیو اقتصاد لرونکو هېوادونو کې د ماشوم د زېږون منځنۍ کچه ۱،۶ ماشومان دي.

نورو هېوادونو کې د هرې یوې جوړې لپاره د دوه ماشومانو زېږون اړتیا ده.

د اقتصادي همکارۍ د پراختیا سازمان (او اي سي او) وايي، تېرو شپږو لسیزو کې د ماشومانو د زېږون کچه پام وړ کمه شوې ده.

خو د دې کمښت اغېز په سوېلي کوریا کې خورا ډېر لیدل کېږي او دغه کمښت بیا په څو نسلونو کې کورنۍ خورا کوچنۍ کړي دي.

۱۹۷۰ لسیزې پیل کې ښځو په منځني ډول څلور ماشومان درلودل.

د نفوس کموالی یو هېواد تر خورا سخت فشار لاندې راوستلی شي.

د روغتیایي خدمتونو سیسټم او تقاعد کې لوړېدو په برخه کې د لګښتونو د فشار زیاتوالي سربېره د ځوان نسل کموالی او د کاري قوي کمښت د دې لامل کېږي چې اقتصاد اغېزمن کړي.

۲۰۲۰ کال شمالي کوریا کې د خطر لوی زنګ هغه مهال ووهل شو چې د زېږون پرتله د مړینې لوړه شوه.

کارپوهان وايي، وروستیو کلونو کې اقتصادي فشارونه او کاري فکتورونه د ماشومانو په اړه د خلکو د پرېکړې اصلي ملاحظات په ګوته شوي.

د ۲۰۲۱ ارقامو کې کارپوهانو د ژوند لوړ لګښتونه، د کور بیو لوړوالی او د کوویډ ناروغۍ اغېز هغه عوامل یاد کړي چې د دغه هېواد خلک د ماشومانو زېږون ته زړه نه ښه کوي.

د کارپوهانو په باور، که سوېلي کوریا د نفوس کمېدو ته دوام ورکړي، د اقتصادي ودې، زړو خلکو د پالنې او اردو کې د شاملېدو لپاره به پوره اندازه کسان و نه لري.

له وړاندې تمه کېدله چې سوېلي کوریا به له ورته وضعیت سره مخامخ کېږي خو د سمون او کنټرول برخه کې یې پاتې راغلي.

دغه هېواد میلیاردونه ډالر په دې هڅه کې ولګول چې خلک قانع کړي ماشومان وزېږوي خو لا هم سر ټکوي چې ولې یې هڅو پایله نه ده ورکړې.

د کورنیو لپاره د کمو ماشومانو زېږون یو لامل پیسې دي، په سوېلي کوریا کې د ماشومانو لویول ګرانه ده او ډېری ځوانان د استوګنې ځایونو زیاتو لګښتونو تر فشار لاندې دي.

خو په دې برخه کې له شته فرصتونو هم سترګې نه شي پټېدی.

سوېلي کوریا کې لوړې زدکړې لري، خو کاري محیط کې یې له نارینه وو سره برابر حقونه نه لري.

دغه هېواد بډایه هېوادونو ترمنځ د جنسیتي تبعیض ګټې وټې تر ټولو لویه خلا لري.

سوېلي کوریا کې د کور ډېر کارونه او د ماشومانو پالنه لا هم د مېرمنو په غاړه ده او دا عادي خبره ده چې د ماشوم له زېږون وروسته مور کار او یا خپل مسلک پرېږدي.

په دغه هېواد کې ډېری ښځې اړې دي چې د کار او ماشوم ترمنځ یو انتخاب وکړي.

نو ځکه ډېر شمېر ښځي دا پرېکړه کوي چې نه غواړي خپله دنده له لاسه ورکړي.

لکه څنګه چې یوې ښځې راته وویل:" موږ د ماشوم پر زېږون بندیز لګولی."