تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
مېړه او ښځې د زرګونو ډالرو پر هنري تابلو رنګ موښلی
په سویلي کوریا کې یوې جوړې پر یوې ارزښتاکې ګرافیتي 'پر دېوال کښل شوې هنري تابلو ' په تېروتنه رنګ موښلی.
د نندارتون مسوولین وايي، مېړه ښځې فکر کړی، چې له تابلو سره برس او رنګونه د دوی د کارولو لپاره ایښي دي.
له رویټرز اژانس سره خبرو کې د نندارتون مشر وايي:
''دوی به فکر کاوه، چې اجازه لري پر تابلو د خپلې خوښې کرښې راکاږي او تېروتنه وکړي. ''
د نندارتو منتظمینو وروسته په امنیتي کمرو کې ولیدل چې یوې ښځې او سړي چې عمرونه یې د شلو کالو شاوخوا کې وو، پر تابلو برسېره د رنګونو تازه کرښې ایستلې دي.
د دغې بې عنوانه تابلو ارزښت تر ۵۰۰ زره ډالرو پورې اټکل شوی و.
پر دېوالونو د هنري تابلوګانو امریکايي هنرمن جونون ۲۰۱۶ کال کې د خلکو پر وړاندې دغه تابلو پنځولې وه.
له هغه راهیسې دغه تابلو په بېلا بېلو نندارتونونو کې داسې ایښي وه، چې پکې کارول شوي رنګونه او برسونه یې هم څنګ ته ورسره ایښي وو او د تابلو یوه برخه بلل کېدل.
د سیول په لووټ ورلډ مال نندارتون کې د نندارتون مشر کانګ ووک رویټرز ته وویل:
''موږ له هنرمن سره خبرې کوو، چې که ایا احتمالاً کېدای شي، دغه تابلو بېرته ورغول شي. ''
پولیسو وروسته دغه میړه ښځه په ګالرۍ کې موندلي او پوښتنې ګروېږنې یې ترې کړې دي، خو د منتظیمینو له لوري د تاوان نه اخیستو له پرېکړې وروسته پولیسو مېړه، ښځه خوشي کړي دي.
وروسته د نندارتون اثارو پر وړاندې خنډونه ودرول شول چې پرې لیکلي دي ''لاس مه وروړئ. ''