الوتکه هوايي ډګر ځغاستلیکې ته رسېدلې وه، خو دواړه پيلوټان یې ویده پاتې وو

د خپرېدو وخت

د هوايي چلن په هکله یوه رپوټ کې ویل شوي، د یوې الوتکې دوه پیلوټان له ځمکې ۳۷ زره فوټه (۱۱ زره متره) پورته الوتکه کې خوبیولي پاتې شوي او د هوايي ډګر له ځغاستلیکې تېر شوي دي.

د هوايي کنټرول ټاور مسوولینو له هغه وروسته له پیلوټانو سره د اړیکې ټینګولو هڅه کړې، چې الوتکه د ایتوپیا په ادیسابابا هوايي ډګر کې د ډیسانت یا ارتفاع کمولو له ځایه تېره شوه.

د ایوې اېشن هیرالډ مجلې رپوټ کې ویل شوي، بالاخره پیلوټان ویښ شوي او دغه الوتکه له دویم ځل راګرځېدو وروسته په هوايي ډګر کې په خوندي توګه کېناسته.

د ایتوپیا دولتي خبري اژانس فانا رپوټ کې ویل شوي، د ایتوپین ایرلاینز عمله له پلټنې سره هممهاله په جبري رخصت استول شوې.

د دوشنبې پر ورځ دا الوتکه د سودان له خرطوم هوايي ډګره ادیسابابا ته راغلې وه. بوینګ ۷۳۷ ډوله دغه الوتکه چې ۱۵۴ سپرلۍ پکې ځایږي، معمولاً د دواړو ګاونډیو هېوادونو تر منځ دوه ساعته سفر کوي.

د پېښې په تړاو بېلابېل غبرګونونه څرګند شوي. یو شمېر خلکو د کاري ساعتونو په هکله له پیلوټانو سره خواخوږي څرګنده کړې او ځینې نورو بیا په هوا کې د پیلوټانو ویده کېدو په هکله حیرانتیا ښوولې.

بي بي سي د دې پېښې په هکله د نظر څرګندولو لپاره له ایتوپیا هوايی چلن ادارې سره اړیکه نیولې.