اقلیمي بدلون: نړۍ کې د اور له امله بېسارې کچه ونې له منځه تللي

د خپرېدو وخت

یو خبري راپور وايي په ۲۰۲۱ کال کې په نړۍ کې د ځنګلي اورونو له امله په هره یوه دقیقه کې تقریبا د فوټبال د ۱۶ ميدانونو په اندازه ونې له منځه تللې دي.

د نړۍ د ځنګلونو د څار ادارې د ارقامو له مخې، په تېرو شلو کلونو کې په ټوله نړۍ کې د سوزېدلو ونو کچه تقریبا دوه ځله ډېره شوې ده. اقلیمي بدلون په دې زیاتوالي کې مهم رول لوبولی ځکه چې هوا یې توده کړې او ځمکه یې وچه کړې ده.

له هغو ۹ میلیونه هکتاره ځنګلونو څخه چې په ۲۰۲۱ کې په اور سوي دي، څه باندې پنځه میلیونه هکتاره یې په روسیه کې وو.

دا نوې شمېرې څېړنکو ته دا معلومات ورکوي چې څومره ونې په اور سوي، او څومره یې د کرنې ځمکو په خاطر یا د چارتراشو او لرګیو تولید لپاره قصدا له منځه وړل شوي دي.

په ۲۰۲۱ کال کې، چې بېساري ډول د اورلګېدو دویم تر ټولو بد کال و، د پورتګال د ټولې ځمکې په اندازه ځنګلونه له منځه لاړل.

د ځنګلونو د څار نړیوالې ادارې یو څېړونکی جېمز مک کارتي وايي: "حېرانونکې ده. له هغې اندازې چې ۲۰ کاله پخوا وه تقریبا دوه ځله ډېره ده. د حېرانتیا وړ ده چې په دغسې لنډه موده کې څنګه د اورلګېدنې پېښې دومره ډېرې شوې دي. "

دا پېښې تر ډېره په شمالي سیمو لکه کاناډا او روسیې کې احساس شوي.

په داسې حال کې چې د اورلګېدنې پېښې په طبیعي ډول له ډېر پخوا څخه په ځنګلونو کې پېښېدلې، خو په ۲۰۲۱ کې په روسیه کې د دې پېښو کچه بېسارې وه.

د نړۍ له ۹.۳ میلیونه هکتاره سوزېدلو ځنګلونو، له نیمايي زیات یې په روسیه کې وو.

جېمز مک کارتي وايي: "د ډېرې اندېښنې وړ خبره دا ده چې د اورلګېدنې پېښې له پخوا ډېرې شوي، او لا شدیدې وي او کېدای شي په زیاته کچه هغه کاربن چې په خاوره کې زېرمه شوی هوا ته خوشې کړي."

ونې او خاوره کاربن دای اوکساید زېرمه کوي- دا یو له هغو مهمو ګازونو څخه دی چې د ځمکې اتموسفير تودوي- او کارپوهان وايي له اقلیمي بدلون سره د مقابلې لپاره دا مسله خورا مهمه ده.

اقلیمي بدلون د دې اور لګېدنو مهم لامل بلل کېږي، ځکه چې د هوا د تودوخې ډېروالی هوا وچه کوي چې دا د ونو د سوزېدو سبب کېږي.

د نړۍ شمالي سیمې تر نورو ګړندۍ تودېږي، له دې کبله د اورلګېدنو موسمونه اوږدېږي.

په روسیه کې، په ۲۰۲۱ کال کې د اورلګېدنو ۳۱ سلنه زیاتوالی تر یوه حده د اوږدې مودې لپاره د هوا د ګرموالي له امله و. کارپوهان باور لري چې د هوا د تودوخي دا ډېروالی به عملا له انساني کړنو پرته ناشونی وای.

د امریکا د متحدو ایالتونو د فضايي څېړنو ادارې، ناسا، کې د ژوند چاپېریالي ساینس لابراتوار مشر ډاکټر ډګ مورټن وايي: "دا تر ډېره په ځنګلونو کې لیدل کېږي ځکه هلته سونتوکي خورا ډېر دي."

د نړۍ په نورو برخو کې هم د ځنګلونو له منځه تلل د اورلګېدنو د لازیاتوالي سبب کېږي. مثلا د برازیل په امازون کې، چې په دې وروستیو کې پکې د کرنې ځمکو چمتو کولو په خاطر یا د لرګیو تولید لپاره ډېر ځنګلونه له منځه وړل شوي، پر چاپېریال یې منفي اغېز کړی. جېمز مک کارتي وايی: "د ځنګلونو له منځه تلل محلي او سیمه ییز اقلیمونه بدلوي ځکه چې نور له ونو او ځمکې څخه د اوبو بخار هوا ته نه پورته کېږي چې هوا اوبلنه وساتي او تودوخه یې کمه کړي."

"نو د ځنګلونو وهل په حقیقت کې هغه ځای لا تودوي او وچوي، او اورلګېدو ته زمینه برابروي."

په داسې حال کې چې زیاتره سوزېدلې ونې به ښايي د شاوخوا ۱۰۰ کلونو په ترڅ کې بیا را شنې کېږي، خو له منځه تلل یې د ژوند پر چاپېریال، د اوبو پر کیفیت او د خاورې پر رژېدلو مهمې ناوړې اغېزې درلودی شي.

ملګري ملتونه وايي په راتلونکو لسیزو کې د ځنګلي اورونو راتلونکې ښه نه برېښي. ګومان کېږي چې د روانې پېړۍ تر پایه به سترې اورلګېدنې ۵۰ سلنه ډېرې شي.

ساینسپوهان وايی د دې ستونزې د مخنیوي لپاره د نړۍ د کاربن دای اوکسایډ د کچې ګړندی او ژور کموالی خورا مهم دی.

تېر کال د بریتانیا په ګلاسګو ښار کې د چاپېریال ساتنې په اړه نړیوال کنفرانس کې نړیوالو مشرانو ژمنه وکړه چې د ځنګلونو له منځه وړل بند کړي، خو که د مثبتې نتیجې هیله کوي باید پر خپلو ژمنو عمل وکړي.

مک کارتي وايي د ځنګلي اورونو مړه کول ښه دي خو ډېر پام باید د هغوی مخنیوي ته واړول شي. هغه وايی: "د اورونو په اړه د هېوادونو د ملي بودیجې تقریبا ۵۰ سلنه برخه د دې لپاره ده چې د لګېدلي اور پر وړاندې غبرګون وښودل شي او له ۱ سلنې کمه برخه یې پر چمتووالي او پلان جوړولو باندې لګول کېږي."