د ځنګلونو وهل: د اقليمي بدلون يو لوی لامل دی

د خپرېدو وخت

په کانګو دېموکراتیک جمهوریت کې یوازې شل سلنه خلک برېښنا لري. دا یو داسې حقیقت دی چې له امله یې دلته پروت ځنګل ډېر زیان ویني ځکه خلک یې سون توکو لپاره وهي.

د کانګو ځنګله ته، په جنوبي امریکا کې تر امازان وروسته، د نړۍ د دویم سږي په سترګه کتل کېږي ځکه چې د نړۍ ککړ کاربن غازونه جذبوي.

په دغه هېواد کې خلک ځنګل تر ډېره مالدارۍ او سون توکو لپاره وهي.