د ایران سپاه پاسداران پر یوه غړي د امریکا ملي امنیت سلاکار وژنې پلان چمتو کولو تور لګېدلی

د خپرېدو وخت

امریکا متحدو ایالتونو یو ایرانی سړی د امریکا پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ملي امنیت سلاکار جان بولټن د وژلو دسیسې په چمتو کولو تورن کړی دی.

د امریکايي چارواکو په وینا دا سړی چې شهرام پور صفي نومېږي د ایران سپاه پاسداران انقلاب ځواک غړی دی، په ایران کې و او په دې قضیه کې مطلوب دی.

امریکايي چارواکي وايي، ښايي شهرام پور صفي د ایران یوه وژل شوي ځواکمن قومندان قاسم سلیماني د غچ اخیستنې لپاره دا توطئه چمتو کړې وه.

د یادونې ده، چې قاسم سلیماني په منځني ختیځ کې د ایران پوځي چارې پر مخ بیولې.

نوموړي د سپاه پاسدران ځواک القدس نومې څانګې مشري کوله او د ۲۰۲۰ کال په جنورۍ کې د امریکا مخکیني ولسمشر ډونلډ ټرمپ په امر د عراق پلازمېنې بغداد په هوايي ډګر کې ووژل شو.

د ایران حکومت یوه ویندوی بیا له ځايي دولتي رسنیو سره خبرو کې پر شهرام پور صفي لګېدلي تورونه ''بې بنسټه '' بللي دي.

بل لور د امریکا عدلیې مسوولینو ویلي، پور صفي اقا مهدي رضايي چې ۴۵ کلن او د تهران اوسېدونکی دی، ''هڅه کړې په واشنګټن ډي سي یا میريلنډ کې د یوې وژنې لپاره په متحدو ایالتونو کې ځینې کسانو ته تر درې زرو ډالرو پورې پیسې ورکړي. ''

په لګول شویو تورونو کې ویل شوي چې دې ایراني سړي په امریکا کې له یوه کس سره په دې هکله انلاین اړیکه نیولې او له هغه کسه یې غوښتي و، چې د ښاغلي بولټن تصویرونه واخلي چې د ده د ادعا له مخې په یوه کتاب کې ترې کار اخیستل کېږي.

د هغه کس نوم نه دی یاد شوی، چې د چارواکو په وینا وروسته یې یو بل کس پور صفي ته ورمعرفي کړی او ورته ویل شوي وو، باید ښاغلی بولټن ووژني او د وژنې ویډیو ثبت کړي.

ښاغلي بولټن بیا په یوه اعلامیه کې د تحقیقاتي ادارې ایف بي ای او عدليې چارواکو مننه کړې.