تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د قاسم سلیماني د وژلو په هکله نوي مالومات
یاهونیوز د امریکا له اوسنیو او پخوانیو ۱۵ چارواکو سره د مرکو له لارې د دغه هېواد په لاس د ایران د سپاه پاسدران د قدس څانګې د پخواني مشر قاسم سلیماني د وژلو په هکله د عملیاتو نوي مالومات ترلاسه کړي دي.
دا وېبپاڼه خپل رپوټ کې وايي، د ۲۰۲۰ کال د جنورۍ پر دریمه بغداد هوايي ډګر کې د قاسم سلیماني او د عراق د حشد شعبي د مهم قومندان ابو مهدي مهندس په وژلو کې له امریکا سره د اسراییل استخباراتي ځواګونو او د عراق کوردستان اقلیم هم برخه اخیستې ده.
د امریکا د دلتافورس کنډکونو نښه ویشتونکي او پر هالفایر توغندیو سمبال درې بې پیلوټه الوتکې د قاسم سلیماني وژلو کې کارول شوې دي.
دا ډول د عراق د کوردستان اقلیم ترهګرۍ ضد کنډکونو غړو د بغداد هوايي ډګر عملیاتو او دې عملیاتو کې د وژل شویو په هکله د مالوماتو ټولولو کې له امریکا سره مرسته کړې ده.
له بلې خوا امریکايي چارواکو د اسراییل د څارګرو په مرسته له عملیاتو څو ګړۍ مخکې د قاسم سلیماني ملفون یا موبایل ټلېفون چارې ترویت کړې دي.
یاهو نیوز وايي، قاسم سلیماني تر وژل کېدو مخکې شپږو ګړیو کې درې ځلې موبایل ټلېفون بدل کړی دی او اسراییلیانو چې د دې تلیفونونو له شمېرو خبر و، د نوموړي د خوځېدو اړوند استخبارات یې امریکایانو ته سپارل.
امریکا لا دې رپوټ ته غبرګون نه دی ښودلی.
د برید شېبه
یاهو وېبپاڼه لیکي، د قاسم سلیماني الوتکه په څو ساعته ځنډ نیمه شپه بغداد هوايي ډګر کې کوزه شوه.
امریکايي پوځیانو هم د مانورو په نوم د بغداد هوايي ډګر سوېل ختیځې برخې د عملیاتو په شپه وتړلې او د دلتافورس د نښه ویشتونکو درې برخې یې پر قاسم سلیماني د برید له ځای د ۵۵۰ تر ۸۰۰ مترۍ کې ځای پر ځای کړې.
یاهو نیوز وايي، تمځي ته د الوتکې لارښوونه او ترې د بار کوزولو لارښوونه هم د کوردستان ترهګرۍ ضد څانګې کوله چې کسان یې بدلو جامو کې هوايي ډګر کې وو.
قاسم سلیماني او ور سره پلاوی له الوتکې کوزېدو سره دوو ګاډو کې له هوايي ډګر ووت.
کله چې د قاسم سلیماني ګاډی د عملیاتو لپاره له مخکې ټاکلي ځای ته نږدې شو، نو پر دوه هلفایر توغنديو ولګېد او له منځه لاړ.
د دویم ګاډي موټروان چې د پېښې له ځای د تېښتې هڅه کوله، امریکايي نښه ویشتونکي وویشت او کله چې ګاډی ودرېد، نو د توغندي ګوزار پرې وشو.
یاهو نیوز وايي، له برید وروسته د کوردستان د ترهګرۍ ضد څانګې یو مامور چې د بغداد د پولیسو جامې یې اغوستې وې، ویشتل شویو ګاډیو ته ورغی او د څو انځورونو اخیستلو او ډي اېن اې ټولو سره یې د وژل شویو د پېژندلو هڅه وکړه.
دغه مامور تر دې ماموریت وروسته د عملیاتو له ځای وتښتېد.
د امریکا د ملي امنیت مدیر ډن کوټس او د ایران چارو لپاره د امریکا ځانګړي استازي براین هوک د سپنې ماڼۍ عملیات خونه کې دا عملیات څارل.
د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو او دفاع وزیر مارک اسپر او د امریکا د پوځ لوی درستیز مارک مېلي د پنټګان له ودانۍ د دې برید ژوندي انځورونه لیدل.
د امریکا د هغه وخت ولسمشر ډونلډ ټرمپ چې د نوي کال په رخصتۍ فلوریډا کې و له رابرټ اوبراین سره د دې برید جزیات په غږیزه بڼه ور کول کېدل.
یاهو نیوز وايي، امریکایانو پر قاسم سلیماني سربېره د نورو کسانو وژل هم غوښتل، چې هغو کې د یمن لپاره د قدس ځواکونو قومندان عبدالرضا شهلايي له یوه برید روغ ووت.
د عراق د حشد شعبي دوه قومندانان یې هم نور هدفونه وو.
د وژلو پلان کله جوړ شو؟
یاهو نیوز وایي، د قاسم سلیماني د وژلو لپاره اول ځل هغه وخت پلان جوړ شو چې د ډونلډ ټرمپ د وخت د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د امریکا د سي ای اې یا څارګرې ادارې مشر و.
خو دفاع وزارت او د امریکا د ملي امنیت استخباراتو ادارې یې مخالفت وکړ، مګر پر ۲۰۱۹ کال د جنجال زیاتېدو سره د قاسم سلیماني د وژلو پلان ځواکمن شو.
د ۲۰۱۹ کال ډسمبر کې د عراق شمال ته د هوان برید کې د امریکايي وګړي وژل کېدو سره د قاسم سلیماني د ترور پلان د ډونلډ ټرمپ تر مېز ورسېد.
دې سره د قاسم سلیماني د ترویت یا څار چارو لپاره استخباراتي عملیات د مودو لپاره روان وو.
یاهونیوز خپل رپوټ کې د قاسم سلیماني د خبرو اورېدو ته اشاره کوي او وايي، اسراییلي څارګرو امریکا خبره کړه چې یو ایرانی مامور د قدس ځواکونو قومندانانو ته ډېر پرمختللي ملفونونه اخلي.
امریکايي چارواکو دا مامور وپېژند او پوه شول چې دا ملفونونه هم د خلیج یوه هېواد کې اخیستل کېږي.
دوی په ترلاسه شویو استخباراتو سره د پلور شبکو کې نفوذ کوي او د خبرو اورېدو پوستکالي یا سافوټویر سره ککړ ډېر ټلېفونونه پر ایراني مامور وپلورل شول.