روسیې پر امریکا تور پورې کړ چې د اوکرایین جګړه کې مخامخ رول لري

اوکرایین

د عکس سرچینه، Getty Images

د خپرېدو وخت

روسیې لومړی ځل پر امریکا تور پورې کړی، چې د اوکرایین په جګړه کې مخامخ ښکېله ده. په مسکو کې د دفاع وزارت یوه ویندوي ادعا کړې چې امریکا په دغه هېواد کې د چمتو شویو همارس ډوله توغندیو لپاره چې اوکرایین ځواکونو ته ورکړل شوي، هدفونه تائیدوي.

د روسیې دفاع وزارت یو ویاند ایګور کوناشینکوف وايي، د اوکراییني چارواکو له خپلمنځي خبرو دا معلومات اخیستل شوي دي. امریکايي چارواکو سملاسي د دې تورونو په هکله څه نه دي ویلي.

روسي چارواکو مخکې پر امریکا تور پورې کاوه، چې په اوکرایین کې 'نیابتي ' جګړه کوي. د روسیې دفاع وزارت ویاند زیاتوي: په دونباس او نورو سیمو کې پر ملکي تاسیساتو د هغو بریدونو مسوولیت چې له کبله یې ملکي خلکو ته پراخه مرګژوبله اوښتي او کیېف یې تائیدوي، مخامخ د بایډن ادارې پر غاړه دی.

همارس ډوله توغندي د توپخانې داسې ډول دی، چې تر ۷۰ کیلومتره لېرې واټن پورې هدف د عصري لارښود نظام په مرسته په نښه کوي او د هغه توغندیز سیسټم پرتله خورا لېرې ګوزار کولای شي، چې مخکې اوکراییني ځواکونو درلودل. ویل کېږي چې دا توغندي د همدې ډول روسي توغندیو پرتله خورا کره ګوزار کولای شي.

په تېر اپریل کې د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وویل، د امریکا ولسمشر جو بایډن هغه پرېکړه چې اوکرایین ته د میلیاردونو ډالرو ارزښت وسلې ورکوي، داسې مانا لري چې ''ناټو اصلاً له روسیې سره په نیابتي جګړه کې ښکېلېږي. '' ۷۲ کلن لاوروف خبرداری ورکړی و ''د جګړې مانا جګړه وي. ''

د اوکرایین په جګړه کې پر روسیې د جنګي جرمونو او بشر ضد جرمونو تورونه پورې شوي دي. همدا تېره اونۍ اوکرایین پر مسکو تور پورې کړ چې د روسیې ملاتړ لرونکو بېلتون پالو تر کنټرول لاندې دونباس سیمه کې یې پر یوه زندان د دې لپاره بمباري کړې چې د بندیانو شکنجې ثبوتونه له منځه یوسي.