د ملګرو ملتونو سرمنشي: نړۍ له اټومي جګړې یوازې یوه تېروتنه واټن لري

د عکس سرچینه، Reuters
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرش خبرداری ورکړی چې نړۍ له سړې جګړې را وروسته په لومړي ځل له ویجاوړنکې اټومي جګړې یو ناسم ګام واټن لري.
هغه ویلي دا چې تر دې دمه دا جګړه نه ده پېښه شوې "ډېر نېکمرغه یو."
د ملګرو ملتونو سرمنشي زیاته کړې ډېرېدونکي نړیوال کړکېچ ته په کتو "بشریت له اټومي نابودۍ سره یوازې یوه تېروتنه او یوه ناسمه محاسبه واټن لري."
ښاغلي ګوتېرش دا څرګندونې د اټومي وسلو نه پراختیا تړون (اېن پي ټي) د غړو هېوادونو لپاره د کنفرانس پرانیسته کې کړې.
د اټومي وسلو د نه پراختیا تړون په ۱۹۶۸ کال د امریکا او پخواني شوروي اتحاد ترمنځ د کیوبا د توغندیو له کړکېچ وروسته، چې نړۍ یې د اټومي جګړې خطر ته ډېره نږدې کړې وه، د دې لپاره رامنځته شو چې نورو هېوادونو ته د اټومي وسلو د پراختیا مخه ونیول شي.
د دغه تړون یو هدف دا هم دی چې نړۍ له اټومي وسلو پاکه کړي.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پر پنځو دایمي غړو سربېره چې د نړۍ ستر اټومي ځواکونه کڼل کېږي، نږدې ټولو هېوادونو دا تړون لاسلیک کړی.
خو په هغو محدود هېوادونو کې چې تر اوسه د دغه تړون برخه نه دي هند، پاکستان، اسراییل او شمالي کوریا هم شامل دي.
له دوی هند او پاکستان اټومي وسلې لري او اټکل دا دی چې اسراییل او شمالي کوریا به هم جوړې کړې وي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي ویلي هغه "بخت" چې نړۍ یې تر اوسه د اټومي جګړې له ویجاړۍ ساتلې، ښایي ډېر دوام ونه کړي.
هغه له ټولو وغوښتل چې د ډله ییزو وژنو وسلو د لمنځه وړلو ژمنه تازه کړي.
انتونیو ګوتېرش وویل "بخت کومه ستراتیژي نه ده. نه هم د جیوپولیټیکي کړکېچ پر وړاندې چې د اټومي جګړې خطر رامنځته کوي، کوم ډال دی."
هغه د اوکرایین جګړې، د کوریا ټاپو وزمې کړکېچ او منځني ختیځ کې د مخالفتونو ته په اشارې خبرداری ورکړ چې نړیوالې ستونزې او ننګونې اوج ته رسېدلي.
د اټومي خطر د پېښېدو د پړې ګوته تر ډېره روسیې ته نیول کېږي، ځکه ولسمشر یې "ولادیمیر پوتین" پر اوکرایین له برید وروسته اټومي وسلو ته د تیارسي امر وکړ.

پوتین ګواښ کړی چې که څوک یې مخه ونیسي داسې پایلې به وګوري چې تاریخ کې نه وي لیدل شوې.
خو هغه د اټومي وسلو نه پراختیا تړون همدغه کنفرانس ته بیا لیکلي چې "اټومي جګړه به ګټونکی ونه لري او باید هېڅکله پېښه نه شي."
اټکل دا دی چې پر اټومي وسلو نهه سمبال هېوادونه دمګړۍ شاوخوا ۱۳۰۰۰ فعالې اټومي وسلې لري.
د ۱۹۸۰یمې لسیزې نیمايي او د سړې جګړې اوج کې د اټومي وسلو شمېر ۶۰ زره اټکل شوی و.


















