تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د طالبانو حکومت وايي، د کابل - کندهار لویې لار بیارغولو چارې یې پیل کړې
په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د ټولګټو وزارت وایي د کابل-هرات تر منځ د ۹۰۰ کیلومتره لاري د بیارغولو چاري یې پیل کړې او په لومړي ګام کې به د کندهار او زابل تر منځ لاره ورغوي.
دغه وزارت وایې یاده لویه لاره به د کورنۍ بودیجې او نهو افغان شرکتونو په مرسته د ټول پلازې په توګه ورغول شې، چي بیا به یې عواید د حکومت او شرکتونو تر منځ وېشل کېږي.
د کابل- هرات لویه لاره چي له میدان - وردګ، غزني، زابل، کندهار او هلمند ولایتونو تېریږي د افغانستان د ولایتو او د سیمې هېوادونو لپاره د اقتصادي اړیکو د ټینګښت له پلوه خورا مهمه بلله کېږي.
دغه لار دوې لسیزې وړاندې د امریکا، جاپان او سعودي عرب د ۱۸۰ میلیون ډالرو په مرسته په خورا چټکۍ سره ورغول شوه.
خو په تېرو دوو لسیزو کې ددغه لارې لویه برخه د جګړو، نه پاملرنې او درانه وزن لرونکو موټرو تګ راتګ له کبله ویجاړه شوه.
د تېر جمهوري حکومت د ټولګټو وزارت د شمېرو له مخي د کابل- کندهار تر منځ د لویې لاري په اوږدو کې نژدې ۱۵۰ پلونه او پلچکونه د طالبانو له خوا په بمونه الوزل شوي دي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه ټویټر پیغام کې وايي، د بیارغاونې چارې به د حکومت له خپلې بودیجې تمویل شي.
اوس چې دغه ډله واک ته رسېدلي وایي دغه ویجاړۍ بېرته رغوي.
د طالبانو حکومت د ټولګټو وزارت ویاند حمیدالله مصباح وایي دغه لويه پروژه به له شرکتونو سره په شریکه د ټول پلازې په توګه رغوي.
ټول پلازه په نوره نړۍ کې د حکومت او خصوصي شرکتونو سره یوه داسې هوکړه ده چي خصوصي شرکتونه پر لویو پلونو او لارو پانګونه کوي او بیا یې د یوې ټاکلې مودې لپاره عواید هغه شرکت ټولوي.
د دغه پلان له مخي موټر چلوونکي اړ دي مخکي له دې چي دغه لويې لاري ته داخل او پري سفر وکړي، باید په یوه ځانګړي څانګه کې ټاکلې اندازه پیسې ورکړي کړي.
د ټولګټو وزارت وایي د رغولو پر مهال به ددې لويې لاري سور له اووه مترو نه لسو مترو ته پراخ کړي.
د یادونې ده چې په افغانستان کې تېر حکومت هم ددغې لارې د بیا رغاونې لپاره هڅي پیل کړې وې، خو ناامنۍ دغه هڅې بې پایلې پرېښودې.