تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کندهار کې د بيا رغونې پروژې
د خپرېدو وخت
افغانستان کې پرمختيا او ښېرازي تر ډېره د لارو شبکو له ابادۍ سره تړلې، خو تېرو څو کلونو کې د جګړو له او ناامنيو امله ډېرې لويې لارې ويجاړې شوې او ډېرو سيمو کې یې د رغولو کارونه درېدلي دي.
د کابل کندهار لویې لارې هم ډېره برخه ويجاړه شوې ده.
د کندهار ځايي چارواکي وايي د ناامنيو پرله پسې پېښو دغه ولايت کې د لارو جوړولو پنځه پروژې ځنډولې دي. يوه یې هم د کندهار ترينکوټ لار ده، چې تېرو دريو کلونو کې يې کار په ټپه درېدلی دی.