تالا صفوان: سعودي مشرۍ ټېک ټاک ستورې د 'جنسي اشارو' له کبله نیولې

د عکس سرچینه، تالا صفوان
- Author, سبستین اوشر
- دنده, د عربي چارو اډیټر
- د خپرېدو وخت
په سعودي عربستان کې "د جنسي اشارو لرونکې منځپانګې" له کبله د "ټېک ټاک" مشهوره مصرۍ څېره نیول شوې ده.
تالا صفوان چې پر ټېک ټاک پنځه میلیونه خلک یې تعقیبوي او یوټیوب کې ۸۰۰ زره مینه وال لري، پر انټرنېټ د خلکو غوسه راپارولې ده.
دې په وروستیو کې یوه وېډیو خپره کړې چې ګنې د همجنسخوښو اشارې پکې شوې دي.
خو صفوان وايي، دا کار یې قصداً نه دی کړی، مګر پولیسو ویلي چې وېدیو عامه اخلاقو ته ضرر رسولی شي.
تالا چې په لنډو تورو وېښتانو مشهوره ده، پخپل انداز کې د زلمیانو لپاره وېډیوګانې ثبتوي.
دا خپلو وېډیوګانو ته زړه راښکونکي سرلیکونه ورکوي، چې تر ډېره د ژېړو ورځپاڼو سرلیکونو ته ورته ښکاري، تلوېزیوني پروګرامونه او هغه مسلې شاربي چې مینه وال یې ورته استوي - تر ډېره دا مسلې له د اړیکو او لانجمنو دریځونو اړوندې وي.
خو د دې وروستۍ وېډیو بېلابېل غبرګونونه پارولي دي.
په یوه لانجمنه وېډیو کې تالا له خپلې سعودۍ ملګرې سره غږېږي، خپل کور ته یې وربولي. ځینو د هغې وروستۍ تبصرې د "جنسي اشارو" په مانا تعبیر کړې دي.
له دې کبله د تالا پرضد لوی کمپاین پیل شوی، او پر ټویټر د "تالا ټولنې ته زیان رسوي" هشټګ هم ډېر لاس په لاس شوی دی.
صفوان دې خبرو ته په غبرګون کې ویلي، چې له خبرو یې ناسم اخځ شوی او خبرو کې یې هېڅ ضمني بله مانا یا هدف نه شته.
دا وايي دغه وېډیو "له هغې بشپړې وېډیو کټ (غوڅه) شوې چې ما ثبت کړې وه او د ناسم پوهاوي لامل شوې".
پر خواله رسنیو د هغې پر وړاندې د غوسې له کمپاین سره هممهاله، د ریاض پولیسو ویلي یوه ښځه یې نیولې "چې په وېډیو کې یوې بلې ښځې ته داسې خبرې کوي چې جنسي اشارې پکې لیدل کېږي او پر عامه اخلاقو منفي اغېز کولی شي".
پولیسو د تالا صفوان نوم نه دی اخیستی، خو د وېډیو یوه برخه یې د هغې او د دې د ملګرې له تت شوي مخ سره اچولې ده.


















