تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د تهران واټونو ته د "ریاضیاتو ملکې" انځورونو راستنېدل
په یوه کمیابه ګام کې، د تهران ښاروالۍ د نوموتو ایراني ښځینه لوبغاړو انځورونه د ښځې اونۍ په مناسبت د ښار پر واټونو لګولي دي.
په دې انځورونو کې ساینس، ریاضي او هنر کې د مخکښو ښځو انځورونه هم شته.
دا ګام په ایران کې د دودیز واکمن قانون او نظام یو کمساری عمل دی، ځکه چې په عامو ځایونو کې د ښځو انځورونه نادود عمل و.
پر خواله رسنیو د کاروونکو غبرګونونه بېلابېل دي، ځینو دا "بې صبرانه" ګام بللی، خو نورو بیا ملنډې پرې وهلې.
د پارلمان غړې فاطمې سعیدي د "ریاضیاتو ملکې" مریم میرزاخاني انځور خپور کړی. اغلې میرزاخاني هغه لومړنۍ ښځه ده چې د ۲۰۱۴ کال د فیلډز میډال یې ګټلی، چې د ریاضیاتو د نوبل جایزه بلل کېږي.
میرزاخاني د ۲۰۱۷ اوړي کې د څلوېښتو کلونو په عمر د تیو د سرطان له کبله مړه شوه.
خو د خواله رسنیو ځینو کارنو بیا دا کار مازي "پروپاګند" بللی، چې کوم پاموړ بدلون نه شي راوستلی. ځینو د ایران ۱۹۷۸ کال له انقلاب وروسته د جبري حجاب په اړه پوښتلي او ان ځینو تبصره کوونکو لیکلي چې: ددغه کمپاین پرځای ولې د حجاب پرځای د ښځو غوښتنو ته ځواب نه وایئ.
دا ښځې څوک دي؟
د مریم میرزاخاني سربېره، د ځینو نورو وتلو ایراني ښځو انځورونه هم خپاره شوي:
النوش طریان، د ارمنیا الاصله ایرانۍ ستورپوهې او فیزیکپوهې انځور هم خپور شوی، چې د "معاصر ایران د ستورپوهې مور" په نامه هم شهرت لري.
د جګړې عکاسه مریم کاظم زاده
شهلا ریاحي، لومړنۍ ایرانۍ پروډیوسره
د تهران ښاروالۍ د ښځو چارو مشره فاطمه راکعي وايي، له ښځو سره په چلند او غوښتنو کې بدلون راغلی.
خو له ایرانۍ "شهروند" ورځپاڼې سره هغې په خبرو کې ویلي، په عامو ځایونو کې د ښځو د انځورونو او د ښځو اړوندو اعلانونو خپرول لاهم په لومړي پړاو کې دي.
دا وايي: "راتلونکې کې به مېترو کې هم په ژیړ رنګ د ښځو ضد توپیر له منځه وړلو اعلانونه ووینئ".