بایډن د هغو ښځو خوندیتوب ژمنه وکړه چې د حمل له منځه وړلو لپاره سفر کوي

US President Joe Biden

د عکس سرچینه، Getty Images

د خپرېدو وخت

د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن وايي، د هېواد فدرالي حکومت به د هغو ښځو خوندیتوب لپاره اقدامات وکړي، چې د جنین یا حمل د سقط یا ضایع کولو لپاره سفر کوي.

په جون میاشت کې میلیونونو امریکايي ښځو د اساسي قانون هغه حق بایلود چې د هېواد سترې محکمې خپله ۵۰ کلنۍ پرېکړه بېرته واخیسته.

د سترې محکمې له دې پرېکړې سره امریکايي ایالتونو ته قانوني لار پرانیستل شوه، چې د حمل پر ضایع کولو بندیز ولګوي.

د محکمې له پرېکړې وروسته د حمل ضایع کولو خدماتو بندولو او یا نه بندولو موضوع په بېلا بېلو ایالتونو کې ناندریزه شوه.

له دې سره د هغو ایالتونو اوسېدونکې ښځې چې د حمل ضایع کول پکې ممنوع دي، ښايي اوس هغو ایالتونو ته د سفر اړتیا ولري، چې پر دې ډول کلینکونو یې بندیز نه دی لګولی.

بل لور د امریکا ولسمشر جو بایډن د بېلا بېلو ایالتونو له دیموکرات والیانو سره په یوه انلاین غونډه کې وویل، دی باوري دي د ځینې ایالتونو چارواکي به د هغو ښځو نیولو هڅه وکړي چې د حمل ضایع کولو لپاره د ایالت له پولو بهر سفر کوي.

نوموړي زیاته کړه: ''زه فکر نه کوم خلک به باور وکړي، چې داسې کېدای شي، خو داسې به کېږي. ''

ولسمشر بایډن زیاته کړه، حکومت به په هغو ایالتونو کې د حمل ضایع کوونکو درملو ته لاسرسی باوري کړي، چې پر دې چاره یې بندیزونه لګولي دي.

د امریکا سترې محکمې له لوري د دې پرېکړې بېرته اخیستو له کبله چې د رو پر وړاندې د وید په نامه یادیده، په ټول هېواد کې یوه غوغا رامنځته کړه.

د دې پرېکړې له مخې د مېندوارۍ په لومړیو دریو میاشتو کې امریکایۍ ښځو د خپل حمل ضایع کولو حق درلود، خو په دویمه او درېیمه ربع کې بیا دې لړ کې بندیزونه او محدودیتونه لګول شوي وو.

د سترې محکمې له دې پرېکړې وروسته تر اوسه په ۱۳ ایالتونو کې د حمل پر ضایع کولو یا خو محدودیتونه لګول شوي او یا هم بشپړ بندیز پرې لګول شوی دی.