د بشري حقونو څار سازمان: د بلغاریا پولیس پناه غوښتونکي ربړوي او په سپيو یې داړي

د عکس سرچینه، Human Rights Watch
- Author, نورګل شفق
- دنده, بي بي سي
- د خپرېدو وخت
د بشري حقونو څار سازمان ویلي چې د بلغاریا چارواکي افغان او نور پناه غوښتونکي ربړوي، لوټي یې، کالي ترې باسي، سپي ورخوشي کوي او د کډوالۍ له کومې رسمي مرکې او قانوني بهیر پرته یې ترکیې ته اړوي. دغه سازمان همدا راز بلغاریا هېواد پر توپيري چلند هم تورن کړی او ویلي یې دي چې د اوکراييني پناه غوښتونکو په درنښت هرکلی کوي خو له افغان او نورو پناه غوښتونکو سره سپک او له وحشته ډک چلند کوي.
دغه سازمان نن 'جمعه' په دې اړه پخپل رپوټ کې بلغاریايي چاراوکي له کډوالو سره په "وحشي" چلند تورن کړي او ویلي یې دي، څنګه چې افغان پناه غوښتونکي د بلغاریا خاورې ته واوړي، بلغاریايي پولیس یې د کډوالۍ له کوم قانوني بهیر او پوښتنو ګروېږنو پرته نیسي او تاوتریخوالی ورسره کوي.
د بشري حقونو څار سازمان کې د کډوالو او پناه غوښتونکو څانګې یوې چارواکې میشېل رنډاوا ویلي، "بلغاریايي چارواکي د خپلې پولې په اوږدو کې پناه غوښتونکي په وحشیانه ډول او په بېړه بېرته ترکیې ته اړوي"
اغلې رنډاوا همدا راز پر اروپايي ټولنې غږ کړی چې، "اروپايي ټولنه باید ډاډ تر لاسه کړي چې بلغاریا د خپلې پولې په اوږدو کې ژر تر ژره دغه ناقانونه او نا انساني چلند پای ته رسوي او پناه غوښتونکو ته زمینه برابروي چې د کډوالۍ یوې عادلانه پروسې ته لاس رسی ولري".
د بشري حقونو څار سازمان ته ځينو افغان کډوالو له دوی سره د شوي چلند کیسې کړې دي او پېژندګلوي یې د خوندیتوب لپاره پټه ساتل شوې ده.
"سپي خوله پرې لګوله او له لاسونو یې وینې بهېدې"

د عکس سرچینه، Human Rights Watch
یوه پناه غوښتونکي ویلي، "زموږ په ډله کې یو سړی و چې په بلغاریا کې یې درې څلور کاله کار کړی و. د هغوی ژبه یې زده کړې وه نو کله یې چې خبرې ورسره پیل کړې، پولیسو سپي ورخوشي کړل. هغه بلغاریایانو ته زارۍ کولې چې سپي منع کړي، خو نه یې منع کول. موږ ټولو په خپلو سترګو ولیدل چې سپي خولې پرې لګولې، داړه یې او له لاسونو یې وینې بهېدې".
دا کس وايي چې، "کله به یې د سپيو پړي په لاس کې نیولي وو او موږ ته به یې ښکارول چې راخوشي کوي یې او پرې ډارولو به یې".
ځينو ویلي چې د بلغاریا پولیس یې چې په جېبونو کې هر څه پیدا کړي ترې لوټي یې او وروسته د جزا په ډول کالي ترې وباسي او پښې اېبله یې سړې هوا ته پر ځمکه ودروي.
یو شمېر نورو افغان کډوالو ورته ویلي چې د بلغاریا پولیسو ډېر ځلې د دوی د ډارولو لپاره سپي ورخوشي کړي، مجبور کړي یې دي چې تسلیم شي او بیا یې په جبري ډول له پولې اړولي دي.
"افغان او نورو کډوالو سره د اوکرايينیانو پرتله توپيري چلند کېږي"
د بشري حقونو څار سازمان د کډوالو او پناه غوښتونکو څانګې چارواکې میشېل رنډاوا بلغاریايي چارواکي په توپيري چلند تورن کړي دي.
اغلې رنډاوا ویلي، "بلغاریايي چاراوکي د اوکراييني پناه غوښتونکو هر کلی کوي خو خپلو پولو ته څېرمه له افغانانو او نورو پناه غوښتونکو سره وحشیانه او ناوړه چلند کوي".
د دغه سازمان چارواکو له بلغاریا په تونده لهجه غوښتي چې له نورو کډوالو سره هم هماغسې له درناوي ډک چلند وکړي لکه له اوکراييني پناه غوښتونکو سره یې چې کوي.
تر اوسه د بلغاریا حکومت د بشري حقونو څار سازمان دغه رپوټ او څرګندونو ته کوم غبرګون نه دی ښکاره کړی. خو په تېر کې یې دا خبره رد کړې چې ګواکې له کډوالو او پناه غوښتونکو سره دې یې ناسم چلند کړی وي.
خو له دې سره سره د ۲۰۲۱ کال په جولای کې د اروپا د بشري حقونو محکمې بلغاریا هېواد له بشري حقونو په سرغړونو پړ وباله.
دې محکمې ویلي وو چې بلغاریا د بشري حقونو په اړه د اروپا کنوانسيون درېیمه او دیارلسمه ماده تر پښو لاندې کړې چې له مخې یې د کډوالو شکنجه کول، یا هغوی سره نا انساني او سپک چلند کول منع شوي دي.
د ۲۰۲۱ په پای کې د بلغاریا هېلسینکي کمېټې رپوټ ورکړی و چې د بلغاریا چارواکو په دغه کال شاوخوا ۴۵ زره او په ۲۰۲۰ کې تر ۱۵ زره ډېر پناه غوښتونکي بېرته له دغه هېواده شړلي دي.


















