محکمې ۱۰۱ کلن تورن د ۳۵۰۰ کسانو د وژلو کې مجرم پېژندلی

۱۰۱ کلن جوزېف وايي د یاد کمپ په جرمونو کې ده لاس نه درلود.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ۱۰۱ کلن جوزېف وايي د یاد کمپ په جرمونو کې ده لاس نه درلود.
د خپرېدو وخت

د نازیانو د یوه توقیفځای پخوانی ساتونکی وروسته تر هغه په ۵ کلونو بند محکوم شو، چې برلین ته نژدې په ساکسنهوزن کمپ کې یې د زرګونو بندیانو وژلو جرم کې مرسته کړې ده.

دغه پخوانی ساتونکی چې د جوزېف اېس په نامه یاد شوی، د جرمني محکمې پروړاندې د هالوکوسټ جرمونو کې تر ټولو د ډېر عمر سړی بلل شوی.

۱۰۱ کلن جوزېف وايي د یاد کمپ په جرمونو کې ده لاس نه درلود.

خو محکمې ویلي چې نوموړي د نژدې ۳۵۰۰۰ کسانو د وژلو په چاره کې د اسانچاري په توګه مرسته کړې ده.

پر ده د روسانو جګړه کې د بندیانو وژلو، په مرمۍ ویشتلو او د زهرجن زېکلون ب ګاز کارولو تور هم لګول شوی.

د دویمې نړیوالې جګړې پرمهال ساکسنهوزن کمپ کې لسګونه زره کسان له لوږې، په زور د کار له فشار او نور ځور له کبله مړه او د نازیانو د (اېس اې) قطعو په لاس ووژل شول.

په دې کمپ کې تر ۲۰۰ زرو ډېر کسان چې سیاسي بندیان، یهودي او ګوجر بندیان پکې وو، ساتل کېدل.

جوزېف محکمې ته ویلي: "نه پوهېږم د تورن په ځای ولې کېنول شوی یم، په دې کې زما هېڅ لاس نه و".

قاضي وویل، محکمې دی تورن پېژندلی، کمپ کې یې په ۱۹۴۲ کال درې کاله کار کړی.

د پخوانیو نازیانو د توقیفځایونو د ساتونکو محکمې په ۲۰۱۱ کال وروسته تر هغه کار پیل کړ،‌ چې یو پخوانی ساتونکی جان دیمیانیوک پکې ملامت وپېژندل شو، همدا وو چې د نورو ژوندیو ساتونکو لټون او محاکمه هم پیل شوه.

په ۲۰۱۵ کال،‌ د توقیفځای پر یوه پخواني ساتونکي اوشفیتز چې مخکې د "کتاب ساتونکي اوشفیتز" په نامه پېژندل کېده، د بند سزا وختله، اوس د جرمني په شمال کې محکمې یو بل پخوانی ساتونکی هم ملامت بللی دی.

محکمې د تورن جوزېف ټول جزییات او بشپړ هویت د ژوندانه ساتنې د ځانګړي قانون له کبله نه دی په ډاګه کړی، خو لومړی نوم او د زوکړې نېټه یې اعلان کړي دي.

دی وايي، هلته یې د ساتونکي په توګه هېڅکله دنده نه ده ترسره کړې، بلکې کرونده کې یې کار کړی.

اټکل دی چې د جرمني عالي محکمه د محکمې دا حکم تایید کړي،‌ خو دا کار به څو میاشتې وخت نیسي او په دې موده کې تورن نه شي بندي کېدای.