پوتین بېلاروس ته د اټومي وړتیا لرونکو توغندیو د ورکولو ژمنه وکړه

Iskander missile, 2015 file pic

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، دغه سیستمونه تر ۵۰۰ کیلومترو هدف ولي.
د خپرېدو وخت

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي راتلونکو میاشتو کې خپل متحد بېلاروس ته د اټومي سروکو (سرګلولو) د لېږدونې وړتیا درلودونکي د منځني واټن توغنديو سیستمونه استوي.

ښاغلي پوتین ویلي د اېسکندر-ایم توغندیو سیستمونه "د بالېستیک او کروز دواړو توغنديو متعارفې او اټومې دواړه بڼې توغولی شي."

دغه سیستمونه تر ۵۰۰ کیلومترو هدف ولي.

د روسیې ولسمشر همد راز د الکساندر لوکاشینکو د غوښتنې په ځواب کې ژمنه کړې چې د بېلاروس سوخو ۲۵ جنګي الوتکې به هم د اټومي وسلو د لېږدولو پر وړتیا سمبال کړي.

دوی دواړو سن پیترزبورګ کې سره لیدلي دي.‌

پر اوکرایین له یرغل وروسته لوېدیځ‌ سره د مسکو اړیکې پام وړ ترینګلې دي.

ښاغلي پوتین د جګړې له پیل راهیسې په وار وار د خپلو اټومي‌ وسلو یادونه کړې او ډېر دغو وسلو ته اشاره لوېدیځ ته ګواښ تعبیروي.

هغه له خپل بېلاروسي سیال سره د کتنې تلویزیوني وینا کې وویل "پرېکړه مو کړې چې څو راتلونکو میاشتو کې بېلاروس ته ایسکندر-اېم توغندیو تاکتیکي سیستمونه ورکړو."

ښاغلي پوتین وویل د دواړو هېوادونو دفاع وزیر به د دغو سیستمونو د لېږد پر جزیاتو کار وکړي.

Pictured in 2005, Russian President Vladimir Putin watches the launch of a missile during military exercises aboard the "Pyotr Veliky" nuclear missile cruiser

د عکس سرچینه، AFP via getty images

روسیې همدا راز بالتیک کې د ناټو د دوو غړو پولنډ او لیتوانیا ترمنځ کالینېنګراد کې هم د اېسکندر توغندیز سیستمونه ځای پر ځای کړي.‌

دواړو ولسمشرانو د لیتوانیا پر دې پرېکړه هم خبرې کړې چې له روسیې یې کالینېنګراد ته د اورګاډي په وسیله د ځینو پر تګ راتګ بندیز لګولی.

مسکو پر دغه ګام سخته غوسه ښودلې ده.

د بېلاروس ولسمشر هم دلته د د لیتوانیا دا ګام "یو ډول د جګړې اعلان" او د " نه منلو" وباله.