تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پوتین بېلاروس ته د اټومي وړتیا لرونکو توغندیو د ورکولو ژمنه وکړه
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي راتلونکو میاشتو کې خپل متحد بېلاروس ته د اټومي سروکو (سرګلولو) د لېږدونې وړتیا درلودونکي د منځني واټن توغنديو سیستمونه استوي.
ښاغلي پوتین ویلي د اېسکندر-ایم توغندیو سیستمونه "د بالېستیک او کروز دواړو توغنديو متعارفې او اټومې دواړه بڼې توغولی شي."
دغه سیستمونه تر ۵۰۰ کیلومترو هدف ولي.
د روسیې ولسمشر همد راز د الکساندر لوکاشینکو د غوښتنې په ځواب کې ژمنه کړې چې د بېلاروس سوخو ۲۵ جنګي الوتکې به هم د اټومي وسلو د لېږدولو پر وړتیا سمبال کړي.
دوی دواړو سن پیترزبورګ کې سره لیدلي دي.
پر اوکرایین له یرغل وروسته لوېدیځ سره د مسکو اړیکې پام وړ ترینګلې دي.
ښاغلي پوتین د جګړې له پیل راهیسې په وار وار د خپلو اټومي وسلو یادونه کړې او ډېر دغو وسلو ته اشاره لوېدیځ ته ګواښ تعبیروي.
هغه له خپل بېلاروسي سیال سره د کتنې تلویزیوني وینا کې وویل "پرېکړه مو کړې چې څو راتلونکو میاشتو کې بېلاروس ته ایسکندر-اېم توغندیو تاکتیکي سیستمونه ورکړو."
ښاغلي پوتین وویل د دواړو هېوادونو دفاع وزیر به د دغو سیستمونو د لېږد پر جزیاتو کار وکړي.
روسیې همدا راز بالتیک کې د ناټو د دوو غړو پولنډ او لیتوانیا ترمنځ کالینېنګراد کې هم د اېسکندر توغندیز سیستمونه ځای پر ځای کړي.
دواړو ولسمشرانو د لیتوانیا پر دې پرېکړه هم خبرې کړې چې له روسیې یې کالینېنګراد ته د اورګاډي په وسیله د ځینو پر تګ راتګ بندیز لګولی.
مسکو پر دغه ګام سخته غوسه ښودلې ده.
د بېلاروس ولسمشر هم دلته د د لیتوانیا دا ګام "یو ډول د جګړې اعلان" او د " نه منلو" وباله.