تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ایا د ماشومانو پمپر بدلول یوازې د مېندو دنده ده؟
د پاکستان کراچۍ ښار کې یوه مور چې لومړی ماشوم یې پيدا کېده، خپله کیسه داسې وکړه:
زما لومړی ماشوم پیدا کېده، زما خاوند خوشحاله و او ویل یې چې د خپل اولاد هر کار زه په خپله کوم، ستا چوپړ به هم کوم، خو د پمپر بدلولو به راته نه وايې.
په لومړي ماشوم عملیات شوم، کېناستل او ولاړېدا را ته سخت و. مېړه مې زړه نا زړه راته وویل، د ماشوم پمپر زه بدل کړم؟
له هغه راهیسې تر نننه پورې، که زه کوم واده ته ځم، یا د واده ښکلې جامې مې اغوستي وي او یا جګ بوټان مې په پښو وي، خاوند مې د ماشوم پمپر ور بدلوي او ما نه په تکلیفوي.
همدارنګه، که په کوم ځای کې ډیر نارینه وي یا د سفر پرمهال کوم عجیب ځای وي، خاوند مې ماشومان تشناب ته وړي او پخپله پمپر ور بدلوي.
ما فکر کاوه چې ښايي هر نارینه به داسې وي، خو د فیسبوک په اعلانونو کې یو انځور راښکاره شوه چې نارینه پکې ماشوم ته د پمپر پر بدلولو بوخت دی.
دې انځور ښه احساس راکاوه خو ځینو خلکو کلکې نیوکې پرې وکړې او زه یې حیرانه کړم.
يو شمېر خلک په غوسه شول او اعتراض یې وکړ.
دا اعلان د کراچۍ په یوه لوی مارکیټ (شاپنګ مال) کې د نارینو تشناب څنګ ته د پمپر بدلولو په خونه کې لګېدلی و.
دا ډول اعلانونه د کراچۍ په لویو مارکیټونو کې خپاره شوي دي او د عزیر چوهدري او د هغه د ټیم لخوا ډیزاین شوي دي چې د نارینه وو لپاره د ماشومانو د روزنې مسؤلیت روښانه کړي.
له بي بي سي سره په خبرو کې نوموړي وویل:"په بهر کې ډېر عام دی خو په پاکستان کې داسې ځای نشته. دلته سړي یا په پټه پمپر بدلوي یا په موټرو کې."
هغه وويل: "د نوي نسل خلک اوس دا کار کولاى شي، خو بيا هم عام خلک دې کار ته زړه نازړه دي، خو د دې اسانتياوو برابرولو موخه دا ده چې خلک وهڅوو دا کار ناسم ونه ګڼي."
"د پلار په ورځ خلکو ته خبر ورکړئ چې پلار بل مسؤلیت هم لري. "
عزير چوهدري وويل: "په دې کوټه کې اسانتياوې برابرې شوې، دلته پاکوالي ته پاملرنه شوې ده، د استعمال وړ دستمالونه، د لاسونو مينځلو ځاى او د کثافاتو ځاى او مېز شته."
هغه وويل: "د ښځو لپاره دا ډول کوټې پخوا هم وې، خو ډېر پلرونه يوازې راتلل او هغوى دې اسانتياو ته اړتيا درلوده."
کله چې ترې وپوښتل شول په انځور کې راوړل شوی کس د ماشوم اصلي پلار دی، هغه وویل: "په انځور کې سړی د ماشوم اصلي پلار دی او موخه یې دا ده چې خلکو ته وښيي څنګه خپلو ماشومانو ته پمپر وربدل کړي."