یوناما سرپرست د افغانستان وضعیت په هکله اندېښنه څرګنده کړه

امنیت شورا

د عکس سرچینه، unama/twitter

    • Author, عبدالله الهام
    • دنده, بي بي سي
  • د خپرېدو وخت

ملګرو ملتونو یو ځل بیا په افغانستان کې د بشري حالت او د ښځو او نجونو او بشري حقونو په تړاو اندېښنه وښوده او دغه هېواد ته يې د بېړني پام او مرستو غوښتنه وکړه. دغه سازمان دا خبرداری هم ورکړی چې د ۲۰۲۲ کال تر پایه د بې وزلۍ کچه تر ۹۷ سلنې لوړېدی شي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د استازولۍ سرپرست رميز الاکبروف د دغه سازمان د امنیت شورا غونډې ته په خپل راپور کې د افغانستان په سوېل ختیځ کې د وړمې ورځې زلزلې په څېر د دغه هېواد نورې اړتیاوې هم بیړنۍ یادې کړې او دغه هېواد ته يې د لا ډېرو مرستو او ښکېلتیا غوښتنه وکړه.

د بشري حقونو ناوړه حالت، اقتصادي ناورین، روان بیړنی بشري حالت او له واکمنو چارواکو سره د دوامداره تعامل اړتیا يې لومړيتوبونه وبلل. هغه د نورو بيړنیو اړتیاوو تر منځ لومړی په افغانستان کې روان بشري حالت اندېښمنوونکی وباله.

هغه زیاته کړه چې یوناما لا هم د تېر حکومت د کارکوونکو په ګډون د طالبانو له مخالفو ډلو سره د تاوتریخجن چلن او د بشري حقونو د تر پښو لاندې کېدنو کره پېښې ثبتوي. ده دغه راز د طالبانو په لاس د سوله ییزو راټولېدنو او د بیان او وینا د آزادۍ په څېر د لومړنیو بشري حقونو پر محدودېدو هم اندېښنه وښوده.

نوموړي وویل:

''دغه محدودیتونه په تېره بیا د افغان ښځو او نجونو آزادۍ او حقوق په نښه کوي. په ټولنیز، سیاسي او اقتصادي ژوند کې د دوی ونډه اخیستل محدودوي. په دې کې له منځنیو ښوونځیو د نجونو راګرځول او پر ښځو د مخ پوښلو د پرېکړې تحمیل هم راځي. ''

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ سرپرست په دغه هېواد کې روان اقتصادي ناورین هم اندېښمنوونکی وباله او ویې ویل چې همدا د جګړې او د خلکو د ځور ممکنه عامل دی. هغه زیاته کړه چې د ۲۰۲۲ کال تر پایه د بې وزلۍ کچه هم د ۹۷ سلنې لوړېدی شي. ښاغلي الاکبروف زیاته کړه:

''که اقتصاد په سمه او پاېېدونکې توګه بېرته و نه رغېږي نو افغانان به له تکراري بشري ناورینونو سره مخ شي، دا د پراخو کډوالیو او د افراطیت لپاره د شرایطو د برابروونکو حالاتو او بلې وسله والې جګړې لامل کېدی شي. ''

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ سرپرست په دغه هېواد کې روان اقتصادي ناورین هم اندېښمنوونکی وباله

د عکس سرچینه، unama/twitter

د عکس تشریح، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ سرپرست په دغه هېواد کې روان اقتصادي ناورین هم اندېښمنوونکی وباله

د ملګرو ملتونو دغه ديپلومات د افغانستان د خلکو هغه غوښتنې هم د دغه سازمان د امنیت شورا غونډې ته وریادې کړې چې له دوی يې په بیا بیا لیدنو کې کړې وې. هغه وویل چې د افغانستان خلکو ترې د کاري فرصتونو د پیدا کېدو او عاید د پیدا کولو د سرچینو او دغه راز اقتصادي ناورینونو ته د یوه اوږدمهالي حل غوښتنه کړې.

هغه دغه راز وویل چې د افغانستان خلک داسې خونديتوب هم غواړي چې پکې نه یوازې دوی خپله بلکه دوی ته نږدې کسان او نارینه او ښځینه هم په آزاد ډول تګ راتګ وکولی شي.

هغه په پای کې د دغې شورا له مشرتابه وغوښتل چې د افغانانو، سیمې او نړیوال امنیت لپاره مخ په وړاندې یوازينۍ تګلاره د دوامدارې ښکېلتیا او خبرو لاره ده، خو هغه اندېښنه وښوده چې طالبان لا هم په یو اړخیز ډول سترې برخې له سیاسي ګډونه بې برخې کړې او عمومي امنیتي حالت يې هم نه اټکلېدونکی بللی.